ولسمشر اردوغان د کابینې د غونډې نه وروسته مهمې څرګندونې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د خپلې ۲۱ کلنې واکمنۍ پر مهال یې داسې زیربناوې جوړې کړې چې په هره برخه کې د ټولو وګړو هوساینې ته وده ورکوي.

2021546
ولسمشر اردوغان د کابینې د غونډې نه وروسته مهمې څرګندونې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د خپلې ۲۱ کلنې واکمنۍ پر مهال یې داسې زیربناوې جوړې کړې چې په هره برخه کې د ټولو وګړو هوساینې ته وده ورکوي.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  پرون  په پلازمینه انقره کې  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  د کابینې د غونډې نه وروسته وکړې.

اردوغان په دې باندې په تاکید سره وویل  چې دوی هوډ لري چې د هېواد په مخ د پرانیستې تاریخي فرصتونو کړکۍ تر پایه پورې پرانېزي.

"د حکومت په توګه، موږ د خدمت کولو پدې سپیڅلې لاره کې د پوره انرژۍ او قوي‌ باور او عقیدې خاوندان یو. د یو دولت په توګه، موږ د ډیرو زیاتو  زیربناوې او امکاناتو نه برښمند یو.

ولسمشر اردوغان وویل  چې دوی په هیواد کې خورا لوی پرمختګ او د ډیموکراسۍ بریاوې (د خپلې واکمنۍ پرمهال) رامینځته کړې ، دوی هر کال په اوسط ډول د ۵ عشاریه پنځه  سلنې  اقتصادي ودې  سره ملي عاید ۱ ټریلیون  ډالرو ته رارسولي‌ دي.

هغه وویل«نن ورځ یو داسې تورکیه شتون لري چې ۳۲ میلیونه کسانو ته مو د کار زمینه برابره کړې ده. د لاسپوڅو څخه تر ترهګرۍ پورې، له کودتا څخه تر اقتصادي دامونو او خنډونو  پورې د هغو ستونزو یادونه  خو نه کوم چې موږ ورسره پدې دوره کې  مخ شوي‌ یو. ددې ټولو سره سره  موږ داسې زیربنا جوړه کړې چې په هره برخه کې به زموږ د ټولو اتباعو هوساینې ته وده ورکړي.

اردوغان همداراز ټینګار وکړ چې د پارلمان له پرانېستلو سره به د یوه لابرلاسي اساسي قانون په جوړولو کار پیل کړي.

"د جولای د صادراتو ارقام ښیې چې هیواد په چټکۍ سره پر مخ روان دی." "زموږ صادرات په جولای کې ۲۰ میلیارد ۹۳ ملیون ډالرو ته رسیدلي. د دې شمیرې سره، موږ د جولای په میاشت کې د صادراتو ترټولو لوړ مقدار ته رسیدلي یو.

ولسمشر اردوغان  وویل  چې منځ مهاله پروګرام د سوداګرۍ او صنایعو د اتحادیې له استازو سره په ګډه چمتو کېږي، تر سپټمبر پورې به یې اعلان کړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ددې ټولو لاسته راوړنو سره سره موجودو ستونزو باندې هم سترګې نه پټوو. هر څه د ډیر نږدې نه تعقیب او څارو. لکه څرنګه چې مونږ د هیوادوالو تقدیر او ستاینې اورو همداشان د هغوې تنقید هم اورو. انشاالله چې دا ټولې ستونزې به هر څه ژر حل کړو.



اړوند خبرونه