تورکیې په پاکستان د یو سیاسي‌ ګوند پر غونډه ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده

تورکیې په پاکستان کې د جمعیت علماء اسلام ګوند پر غونډه ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده.

2017898
تورکیې په پاکستان د یو سیاسي‌ ګوند پر غونډه ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده

تورکیې په پاکستان کې د جمعیت علماء اسلام ګوند پر غونډه ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده.

 د تورکیې د  بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د جمعیت علماء اسلام  ګوند پر غونډې ، چې د ایتلافي حکومت شریک هم دی برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د دغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې پرون د دوست او ورور هېواد پاکستان په شمال لوېدیځ کې د یوې سیاسي غونډې پر مهال په چاودنه کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د وزارت لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې ،

"موږ دا تروریستي عمل په کلکو ټکو غندو او د هغو کسانو  ته چې پدې پيښه کې خپل ژوند د لاسه ورکړی وي‌ د الله د دربار څحه د رحمت ، ټپیانو ته د عاجلې شفاء او ددې پيښې د قربانیانو کورنیو ، د هغوی خپلوانو پاکستان  حکومت او خلکو ته خپله خواخوږي  او د تسلیت مراتب وړاندې کوو." په اعلامیه کې ویل شوي چې تورکیه به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د خپل دوست او ورور پاکستان ترڅنګ دریدو ته دوام ورکړي.



اړوند خبرونه