اردوغان : زمونږ هدف د ترهګرو سازمانونو په بشپړه توګه له منځه وړل دي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، وویل چې زموږ موخه د ترهګرو سازمانونو لخوا زمونږ هیواد ته مخامخ ګواښونه په بشپړه توګه له منځه وړل دي.

2016873
اردوغان : زمونږ هدف د ترهګرو سازمانونو په بشپړه توګه له منځه وړل دي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، وویل چې زموږ موخه د ترهګرو سازمانونو لخوا زمونږ هیواد ته مخامخ ګواښونه په بشپړه توګه له منځه وړل دي.

اردوغان په پلازمینه انقره کې د ګلباشي د پولیسو په اکاډمۍ کې د پولیسو د مسلکي ښوونځیو د فراغت په مراسمو کې په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د پي کاکا ترهګریز سازمان لخوا د استخدام مخه مو نیولې او د چا خبره ددې سازمان سره د نویو جنګیالیو د یو ځای کیدو مخه په بشپړه توګه نیول شول ده.

"موږ هوډ لرو چې  تورکیې ته راوږده شوي ټول هغه ناپاک لاسونه چې په هر ځای کې وي، مات کړو. زموږ موخه دا ده چې تروریستي سازمانونه په بشپړه توګه له منځه یوسو چې زموږ هیواد ته مخامخ ګواښونو کچه صفر ته راټیټه کړو.

اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل د ترهګرو د شر نه د تورکیې ژغورل چې د امپرياليستو قدرتونو پر ملاتړ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي حیاتي ارزښت لري. هغه ، وويل چې نه يوازې د امنيت په برخه كې، بلكې له اقتصاد څخه تر دیموکراسۍ، له بهرنۍ تګلارې څخه  ملي یووالي پورې په هره برخه کې مو هیواد ددې ترهګرو د شر نه ژغورلی دی او ژغورول ته يي دوام ورکوو.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې دا هم وویل چې د کډوالۍ د مسلې د حل لاره د ترهګرو سازمانونو پر وړاندې د بریالۍ مبارزې له لارې څخه تیریږي.

اردوغان وویل چې د تورکیې دروازې د هر هغه چا لپاره خلاصې دي چې د تورکیې او اقتصاد سره مرسته کوي.

"هغه کسان چې په جرمونو کې لاس لري، هغه کسان چې د ټولنې امنیت او سوکالي ګډوډوي او هغه کسان چې په ناقانونه توګه زموږ په هېواد کې اوسېږي ټول  شړل کېږي. په تېرو دوو میاشتو کې ۳۶ زره ناقانونه کډوال نیول شوي، ۱۶ زره یې ایستل شوي دي. پاتې نورو د شړولو چارې روانې دي. زه هیله لرم چې موږ به دا مسله د خپل کلتور، عقیدې، قانون او مساواتو سره سم حل کړو. موږ به دا مسله حل کړو."



اړوند خبرونه