د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه به د فلسطین د مسئلې نه ملاتړ ته دوام ورکړي.
اردوغان "د یو خپلواک فلسطیني دولت جوړول چې ختیځ بیت المقدس یې پلازمینه وي، د سولې او ثبات لپاره اړین دی."
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه به د فلسطین د مسئلې نه ملاتړ ته دوام ورکړي.
"د یو خپلواک فلسطیني دولت جوړول چې ختیځ بیت المقدس یې پلازمینه وي، د سولې او ثبات لپاره اړین دی."
اردوغان دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې د خپل فلسطیني سیال محمود عباس سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
اردوغان څرګنده كړه چې د ملګرو ملتونو د اصولو پر بنسټ د ۱۹۶۷ كال د پولو او ختيځ بيت المقدس د پلازمېنې سره د يوه خپلواک فلسطيني دولت جوړول د ټولې سيمې د سولې او ثبات لپاره اړين دي.
"موږ د فلسطین د مسئلې نه خپل قوي ملاتړ ته دوام ورکوو." اردوغان وویل چې دوی په سیمه کې پرمختګونه له نږدې څاري.
" مونږ د هرې ورځې په تیریدو سره د لا زیاتو ځاني زیانونو، ویجاړیو، د غیرقانوني (یهودي) میشت ځایونو پراخولو او یهودانو لخوا د تاوتریخوالي په اړه ژوره اندیښنه لرو. په سیمه کې د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره یوازینۍ لار د دوه دولتونو له حل لارې څخه دفاع کول دي . دا زموږ لپاره ممکنه نه ده چې د ټولو سپیڅلو ځایونو، په ځانګړې توګه د مسجد الاقصی د تاریخي وضعیت د بدلولو په هدف اقدامات ومنو.
محمود عباس د فلسطین د مسئلې نه د قوي ملاتړ له امله د تورکیې او ولسمشر اردوغان نه مننه وکړه او وویل چې په رام الله کې یو چوک د ولسمشر اردوغان په نوم ونومول شو او ددې پریکړې سند يي ولسمشر ته ورکړ.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.