د تورکیې د ادانا ولایت زورورې زلزلې ولړزو.
د تورکیې د ادانا ولایت د کوزان ولسوالۍ زوروزې زلزلې ولړزو
د تورکیې د ادانا ولایت زورورې زلزلې ولړزو.
د تورکیې د ناورین ادارې ویلي دي چې نن سې شبنه د جولای ۲۶ مه نيټه د سهار په ۸ بجو او ۴۴ دقیقو په شاوخوا کې د ادانا ولایت د کوزان په ولسوالۍ کې د ریښتر په کچه د ۵ عشاریه ۵ په شدت سره زلزله رامنځته شوې ده .
د ناورین ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د نوموړې زلزلې له امله چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
د تورکیې د ناورین ادارې رئیس خبري رسنیو ته ویلي دي چې له نیکه مرغه چې پدې زلزله کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
په زلزله ځپلو سیمو کې پلټنې دوام لري.
د بله پلوه د ادانا ولایت ښاروال زیدان قره لر ویلي دي چې له نیکه مرغه چې پدې زلزله کې چاته کوم ځاني زیان ندی اوښتی. زمونږ ټیمونه په سیمه کې په پلټنو بوخت دي.هغه ویلي دي چې په کوزان ولسوالۍ کې بعضې تبیلو زیان لیدلی دی.
د پله پلوه ویل شوي دی چې د لومړنۍ زلزلې نه وروسته درې ټکانونه رامنځته شوي دي
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله