تورکیې په ستاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته د قران کریم د سوځولو عمل په کلکو ټکو وغنده

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په ستاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته د قران کریم د سوځولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

2014142
تورکیې په ستاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته د قران کریم د سوځولو عمل په کلکو ټکو وغنده

تورکیې د سویډن  په پلازمینه ستاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته د قران کریم د سوځولو عمل په کلکو ټکو وغنده .

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په ستاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته د قران کریم د سوځولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

دغه وزارت په سویډن کې پر قرآن کریم د پرله پسې بریدونو  په اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې «موږ په سټاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته زموږ پر سپېڅلي کتاب، قرآن کریم  برید  په سختو ټکو غندو.»

په بیان کې یادونه شوې چې د جون په ۲۸مه په ستاکهولم کې د یوه جومات مخې ته د قران کریم د سوځولو له پېښې وروسته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د جولای په ۱۲مه د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره پر قران کریم بریدونه د مذهبي کرکې په توګه تعریف کړل.ی

"موږ له سویډن څخه تمه لرو چې د خپلو نړیوالو مسؤلیتونو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو، په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان او د اروپا د شورا د مکلفیتونو په چوکاټ کې د اسلام د دین او د میلیاردونو خلکو په وړاندې د دغه کرکې ډک جرم د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي." په بیان کې راغلي دي: «ترکیه چمتو ده چې د هغو هیوادونو سره په ګډه کار وکړي چیرې چې د اسلاموفوبیا، زینوفوبیا، توکم پالنې او تبعیض په برخو کې دا ډول بریدونه کیږي.»

عراقي الاصله سلوان موميکا چې تر دې مخکې يې په سويډن کې قران کريم سوځولی و، پرون په ستاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته د قران کريم او د عراق بيرغ تر پښو لاندې کولو سره د اسلام دين ته سپکاوی وکړ.

مومیکا د جون په ۲۸مه د لوی اختر په لومړۍ ورځ د ستاکهولم جومات مخې ته د پولیسو تر څارنې لاندې قرآن سوځولی وو.

د امریکا او روسیې په ګډون ګڼو هېوادونو او اسلامي هېوادونو په تېره بیا تورکیې، عراق، پاکستان، اندونیزیا او افغانستان د دغې پېښې په اړه غبرګون وښود.



اړوند خبرونه