د فلسطین ولسمشر محمود عباس او د اسرائیلو لومړی وزیر نتنیاهو تورکیې ته راځي
د فلسطین ولسمشر محمود عباس او د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به راتلونکې اونۍ په جلا جلا توګه تورکیې ته راشي.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس او د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به راتلونکې اونۍ په جلا جلا توګه تورکیې ته راشي.
د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د جولای په ۲۵مه د فلسطین ولسمشر محمود عباس او د جولای په ۲۸ مه د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو کوربه وي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې نوموړي مشران به د ولسمشر اردوغان په بلنه تورکيې ته راشي د اوسنيو سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو په اړه خبرې او د نظريو تبادله وکړي.
ويل شوي چې عباس د خپل دې رسمي سفر په ترڅ کې له ولسمشر اردوغان سره د تورکيې او فلسطين پر اړيکو، د اسرائيلو او فلسطين د شخړې په وروستيو پرمختګونو او نورو سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو خبرې وکړي.
په اعلامیه کې یادونه شوې چې د تورکیې او د دوست او ورور فلسطین دولت تر منځ د همکارۍ د لا پراختیا لپاره لازم اقداماتو په اړه خبرې کول به د غونډې په اجنډا کې شامل وي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د نتانیاهو د سفر په درشل کې به په دې غونډو کې د تورکیې او اسرائیلو ترمنځه د دوه اړخیزو اړیکو ټول اړخونه وڅیړل شي او د همکاریو د پراختیا په برخه کې پر اقداماتو خبرې وشي.
په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې د خبرو پر مهال د دوه اړخیزو اړیکو او د اوسنیو سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه د نظر تبادله وشي.