ولسمشر اردوغان د جولای د ۱۵ مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي ورځ په اړه پيغام خپور کړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای د ۱۵ مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځې په مناسبت په خپل ټولنیزې رسنۍ پاڼه کې پیغام کړ.
2011836
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای د ۱۵ مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځې په مناسبت په خپل ټولنیزې رسنۍ پاڼه کې پیغام کړ.
اردوغان په خپل پیغام کې ویلي دي ، "زه د جولای په پنځلسمه زموږ د اتلانو نه چې د خپل دولت، ملت، خپلواکۍ او ازادې ارادې نه د دفاع په لاره کې شهيدان شوي د خدای له درباره د رحمت او مغفرت غوښتنه کوم، اوغواړم له خپلو ټولو وروڼو مننه وکړم، چې په ډیر زړورتيا او وياړ سره د کودتا پلانوونکو ته اجازه ورنکړه چې خپلو شومو موخو ته ورسیږي. د جولای ۱۵ مه د ډیموکراسۍ او ملي یووالي ورځ مو مبارک شه."
ولسمشر اردوغان د تورکیې د بیرغ انځور سربیره د هغو اتباعو عکس هم نشر کړ چې د جولای په ۱۵ مه يي د کودتاچیانو لخوا کاریدونکي ټانکونه بې وسلې کړل او ونیول.