ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه هیڅکله هیره نکړو او اجازه به ورنکړو چې هیره شي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې د پیړۍ د اتلانو په نوم د کودتا د اوومې کلیزې په مناسبت په پروګرام کې وینا وکړه.

2011856
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه هیڅکله هیره نکړو او اجازه به ورنکړو چې هیره شي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې د پیړۍ د اتلانو په نوم د کودتا د اوومې کلیزې په مناسبت په پروګرام کې وینا وکړه.

د ولسمشر اردوغان د وینا مهم ټکي:

زما ګران ملته، د شهيدانو قدرمنو خپلوانو، اتلو غازیانو، قدرمنو مېلمنو تاسې  ته د زړه له کومي سلامونه وړاندې کوم. له دې ځایه زه ستاسو په ذریعه د تورکیې ټولو ۸۵ میلیونو وګړو ته سلامونه وړاندې کوم.

د ۸۵ میلیونو په توګه د جولای ۱۵ د اوومې کلیزې په مناسبت، موږ یو زړه او  یو مټ او یو موټی یو. موږ یو ځل بیا د خپل ملي ارادې د لمانځلو لپاره سره دلته راټول شوي یو. زه د خدای له درباره زموږ ټولو هغو اتلانو ته د رحمت دعا کوم چې د خپلې ازادې ارادې نه د  دفاع په لاره کې شهیدان شوي دي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې څخه نیولې تر پولو هاخوا تر عملیاتو پورې، زه د ټولو هغو زړورو اتلانو نه چې د وطن او خاورې په خاطر يي په ډیر ویاړ سره شهادت پر لورې منډې وهلي په ډیرې درناوۍ سره یادونه کوم. زه غواړم له خپلو ټولو غازیانو نه مننه وکړم. زه غواړم د هر هغه چا څخه مننه وکړم چې د پاڅون له لومړیو شیبو څخه سړکونو ته راووتل او د مهمو او حساسو نقطو په نیولو سره  د خاینو کودتاچیانو مخه ونیوله.

زه د تورکیې د ټولو رښتینو ملګرو نه  چې په ټوله نړۍ کې د کودتا هڅه تعقیبوله سلامونه وړاندې کوم. د خپلو خبرو په پیل کې غواړم یو حقیقت بیان کړم. موږ هغه ملت یو، چې د خپلو شهیدانو په ژوند باور لرو او له خپلو شهیدانو سره ژوند کوو. لکه څومره چې زمونږ د خاورې د پاسه ژوند کوي په همدې اندازه ددې خاورې لاندې پراته دي.

"موږ په ټولو هغه څه ډیر ښه پوهیږو چې په هغه شپه څوک چیرته وو"

موږ په هر څه ډیر ښه پوهیږو چې په هغه شپه کې څوک چیرته وو او د چا ترڅنګ ولاړ وو. په هغه شپه زمونږ ملت خپل استقرار او استقبال د خپلې قوي ارادې سره وژغوره. لکه څرنګه چې مونږ د فتو ترهګریز سازمان غړي پیژنو همداشان د هغوې ملاتړي هم زمونږ د هر وګړي په حافظه کې ثبت شوي دي.  په داسې حال کې چې ولس د خپل ژوند په بيه د کودتا په وړاندې مقاومت وکړ، هغه لاسونه به مونږ هیڅ وخت هیر نکړو  چې د غدارانو ستاينه يې کوله، هغه بزدلان چې له طاغوتيانو سره په تفاهم کې له ټانګونو څخه وتښتېدل هغوی په هیڅکله هیر نکړو.  په داسې حال کې چې  زمونږ ملت د خپل وطن او استقلال په خاطر په شهادت رسول کیدل او ۱۵ کلن او ۱۶ کلن تنکي ځوانانو ځواني خاورې کیده د کودتاچیانو د بري په خاطر يي د شرابو پیالې جنګوونکي به هیڅکله هم هیر نکړو.

موږ نن په خپل هیواد کې د بیلابیلو پروګرامونو په جوړولو سره دا تاریخي ورځ لمانځو. نن د خپلو شهيدانو يادونه کوو. ځکه چې موږ به دوی هیڅکله هم هیر نکړو او اجازه به ورنکړو چې هیر شي. مونږ د خپلو وینو سره لیکونکي داستانونه نه هیرو. مونږ نن ټولو هغه خاینیانو او غلیمانو ته په ګډه پیغام ورکوو چې مونږ ته په کمین کې پراته دي. مونږ به د جولای ۱۵ مه هیڅکله هیره نکړو او اجازه به ورنکړو چې هیره شي. نن ددې کودتا ۷مه کلیزه ده ، که چیرې ۷۰ کلونه هم تیر شي مونږ به يي هیره نکړو.

"موږ ټولې نړۍ ته دا وښوده  چې ملي اراده د ټانکونو او ټوپونو په زور څوک  د چا نه اخیستی نشي "

موږ نه یوازې د جولای په پنځلسمه د کودتا هڅه شنډه کړه بلکې یوه لویه افسانه مو ولیکله چې د یو ملت په توګه به نسل نه نسل ته ویل کیږي. موږ ټولې نړۍ ته اعلان کړی چې ملي اراده د ټانکونو، ټوپکونو او په زور څوک د چانه اخیستی نشي.

د تورکیې ټول ۸۱ ولایتونه د یو نادر مقاومت شاهد وو. دا د هغو کسانو مقاومت دی چې د خپل ژوند په لومړیو کې له فکر کولو پرته له ټانکونو مخې ته ځانونه واچول. دا د هغو کسانو مقاومت دی چې د خپلو موټرو، ټراکټورونو او نورو واسطو د ټایرونو په سوځولو سره د کودتاچیانو مخه ونیوله. دا د هغه  ملت مقاومت دی چې په پیغمبر ص د صلاه او سلام په ویلو سره کوڅو ته راوتل او د ډیموکراسۍ نه يي دفاع وکړه. دا د هغو کسانو مقاومت دی چې د شهادت شربت په څښولو سره  خپل راتلونکی د تروریستي سازمان رحم ته پریښی ندی. دا د هغو مظلومو مقاومت دی چې له خپلې ټولې هیلې د  تورکیې پورې تړلي دي.

زموږ ګران ملت  د خپل ژوند په قیمت غدارانو  مخه ونیوله.دا د هغه ملت چې ګډ درد لري ګډه جبهه ده. دا هغه جبهه ده  که نړۍ هم خرابه شي  خو دا جبهه ښور هم نه خوري.

"موږ نشو کولی د خپل هیواد د اتلو میرمنو زړورتیا هیر کړو چې د غدارانو په وړاندې ودریدل."

زه نن دلته د شهیدې پولیسې جنت قهرماني ګورم. دوی تسلیم نه شول او د شهادت په لور روان شول. موږ د خپل هیواد د  ښځو زړورتیا نه شو هیرولی چې په لاسونو کې د بیرغونه سره د غدارانو په وړاندې ودریدې. موږ نشو کولی هغه کسان هیر کړو چې د استانبول څخه تر انقرې پورې د هیواد سور بیرغ د هغوې لپاره کفن شو.  

تر کومه چې پدې هیواد کې دا سرښندنې او فداکارۍ شتون ولري، هیڅوک زمونږ هیواد اشغالولی نشي. هیڅوک زمونږ ملت ته د غلامۍ حلقې په غوږ کولی نشي. مونږ پر خپل ملت او خپلو خلکو پوره باور لرو.

 

"موږ په هغه شپه د قاتلینو نه په ډیره کمه مصافه کې وژغورل شو"

درنو خویندو او ورونو پداسې حال کې چې په هغه شپه د هیواد د مخالف ګوند مشر کمال قلچدار اوغلو د کودتاچیانو په ملګرتیا له هوايي ډګره وویستل شو او خوندي ځای ته انتقال شو، مونږ د خپل ملت په ملاتړ د کودتاچیانو پر خلاف په هوايي ډګر کې راښکته شوو. هغه قاتلینو چې زمونږ د وژنې هوډ يي درلود ، د الله په فضل او کرم ددې قاتلینو د منګولو نه وژغورل شو.

ترهګرو او قسم خوړو غلاماتو د هیواد مشترک کور د ولسمشرۍ په ماڼۍ بمبار وکړ.  په پارلمان، چې د ملي ارادې څرګندونه  کوي بمي بریدونه يي پرې وکړل. زموږ د استخباراتو د ریاست پر ودانۍ ، زموږ د ځانګړو ځواکونو د  عملیاتو ریاست، او زموږ د انقرې د پولیسو په ریاست سخت بریدونه وکړل. دوی نه یوازې دا چې زموږ د نسکورولو هڅه یې وکړه، دوی د هیواد د ړنګولو هڅه هم وکړه. زموږ ۲۵۳ تنه هیوادوال شهیدان شول او ۲۲۰۰ تنه نور ټپیان شول

"زمونږ ملت ۲۵۳ تنه شهیدان ورکړل خو هیواد يي خرڅ شوو او غلیمانو ته تسلیم نکړ"



اړوند خبرونه