د جولای ۱۵ مه د هیواد نه بهر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ولمانځل شوه

د جولای د ۱۵ مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځې په مناسبت د هیواد نه په بهر کې په سفارتونو او قونسلګریو کې ځانګړي پروګرامونه ترسره شول.

2011738
د جولای ۱۵ مه د هیواد نه بهر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ولمانځل شوه

د جولای د ۱۵ مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځې په مناسبت د هیواد نه په بهر کې په سفارتونو او قونسلګریو کې ځانګړي پروګرامونه ترسره شول.

په ملګرو ملتونو کې د تورکیې دایمي استازې سعادت اونال، په نیویارک کې د تورکیې جنرال قونسل ریحان اوزګور، د سیمه ییزو او بهرنیو ډیپلوماتیکو نیماینده ګیو د  کارکوونکو، د بېلابېلو غیر دولتي موسسو استازو او ښاریانو په دغه پروګرام کې چې د نیویارک د قونسلګرۍ له خوا په لاره اچول شوې وه ګډون کړی و.

د پروګرام نه مخکې د جولای په ۱۵ مه د شهيدانو د نومونو او عکسونو يو ستر بيرغ د تورکیې ودانۍ د ۱۶ م پوړ پر ودانۍ  وځوړول شو.

په واشنګټن کې د تورکیې په سفارت کې د جولای د ۱۵ مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځې په مناسبت هم د یادښت پروګرام جوړ شو.

د پيرو په پلازمینه لیما کې د تورکیې د سفارت په پروګرام کې ددې هیواد لپاره د تورکیې لویې سفیرې سارا کالیلي، د تورکیې د بنسټونو استازو او په دې هیواد کې میشتو تورکي اتباعو ګډون کړی وو.

په برازيل کې د ساو پاولو په قونسلګرۍ کې جوړه شوې غونډه کې د تورکيې د پېړۍ اتلانو ته د درناوي او مننې احساسات څرګند شول.

د جولای د ۱۵ مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځې د نمانځنې مراسم په اکوادور کې د تورکیې د کیتو سفیرې مقبوله باشاک یالچین په کوربه توب په دغه هېواد کې د مېشتو تورکي اتباعو او د اسلامي ټولنې د استازو په ګډون ترسره شول.

د تورکیې د بنسټونو استازو او د تورکیې اتباعو د جولای د ۱۵ مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځې په لمانځغونډه کې چې د کولمبیا په بوګوتا ښار کې د تورکیې په سفارت کې جوړه شوې وه، د هغو سپېڅلو شهیدانو د یاد په مراسمو کې ګډون وکړ چې د وطن لپاره یې خپل ژوند فدا کړی.

په ونزویلا کې د جولای د ۱۵مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځې د نمانځنې په موخه په کاراکاس کې د تورکیې د سفیرې آیدان کارامان اوغلو په کوربه توب د یادښت او درناوي غونډه جوړه شوه.

د جولای د ۱۵ مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځې په مناسبت د ارجنټاین په بیونس آیرس کې د تورکیې د سفیر سلیمان عمر بوداک په ګډون د سفارت په ودانۍ کې د شهیدانو او غازیانو د درناوي مراسم ترسره شول.

همداشان په جاپان کې هم د تورکیې  د مذهبي چارو د ریاست د توکیو د جومات په کمپ کې د ارطغرل په تالار کې د جولای د ۱۵مې په مناسبت په جوړ شوي پروګرام کې ګډون وکړ.

د جولای ۱۵مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځ په مناسبت  د بلغاریا په پلازمینه صوفیا کې د تورکیې د سفارت په استوګنځي کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.

په انګلستان، ایټالیا، کوسوو، یونان، چک جمهوریت، هنګري او رومانیا کې هم دا ورځ ولمانځل شوه.

په همدې حال کې په ناټو کې د تورکیې دایمي ماموریت د ملکي او پوځي پرسونل په ګډون د جولای د ۱۵ مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځې د نمانځنې پروګرام جوړ شو.



اړوند خبرونه