د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره لیدنه وکړه .
د تورکیې او امریکا ولسمشرانو په لیتوانیا کې لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره لیدنه وکړه . اردوغان د غونډې په ترڅ کې وویل: "زموږ پخوانۍ ناستې د نوي بهیر ته د چمتووالي څیر وې، مګر اوس موږ یو نوی بهیر پیل کوو."
ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو د مشرانو او حکومتونو د سرمشریزې د برخې په توګه خپلو دوه اړخیزو اړیکو ته دوام ورکوي. اردوغان د ایټالیا له لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني سره له کتنې وروسته د جرمني له لومړي وزیر اولاف شولز سره دوه اړخیزه کتنه وکړه. ولسمشر اردوغان وروسته د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان د دې لیدنې په پيل کې د بایدن نه مننه وکړه. هغه وویل «زه غواړم د خپل ځان او ملت په استازیتوب له تاسو څخه زمونږ د بیا ټاکل کیدو له امله د مبارکۍ پیغام ورپسې وروسته ټیلیفوني اړیکې د ټینګولو له امله مننه وکړم.
زه باور لرم چې اوس د ستراتیژیک میکانیزم په چوکاټ کې د دولتونو د مشرانو په کچه د مشورې وخت دی. نن، زه د ناټو په څنډه کې دې غونډې ته د لومړي ګام په توګه ګورم. زموږ پخوانۍ ناستې د دې بهیر د چمتوالي په څیر وې، مګر اوس موږ یو نوی بهیر پیل کوو. زما لپاره نوې پروسه د پنځو کلونو موده ده، تاسو هم د ټاکنو چمتووالی لرئ. زه تاسو ته له مخکې څخه د ټاکنو د چمتووالي په برخه کې د بریالیتوب هیله کوم."
بایډن وویل: "زه د نورو ۵ کلونو لپاره یوځای کار کولو ته سترګې په لار یم."
د ناټو د مشرانو د غونډې په څنډه کې د ولسمشر اردوغان او د امریکا د ولسمشر جوبایډن ترمنځ لیدنه یو ساعت او ۱۵ دقیقې دوام وکړ.
د اردوغان – بایډن د لیدنې په اړه د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ عامه اړیکو ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: “زموږ ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د متحده ایالتونو له ولسمشر جوبایډن سره د ناټو د غړو هېوادونو او حکومتونو د مشرانو په غونډه کې چې په ویلنیس کې جوړه شوې وه لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې د ليتوانيا په پلازمينه کې د تورکيې او امريکا ترمنځ د سياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو، د امنيتي او سيمه ييزو مسايلو په برخو کې د همکاريو پر فرصتونو خبرې وشوې.
د بله پلوه سپینې ماڼۍ هم د ولسمشر اردوغان او بایدن ترمنځه د لینې په اړه ارزونې کړي دي.
سپینې ماڼۍ د دواړو مشرانو د لیدنې په اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې،
"بایډن او اردوغان د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې. بایډن اردوغان ته د سویډن له لومړي وزیر او د ناټو له عمومي منشي سره د موافقې د ترلاسه کولو مبارکي وویله. دواړو مشرانو د دفاع او اقتصاد په لومړیتوبونو کې د نظر تبادله وکړه. دواړو مشرانو د اوکراین پر ملاتړ او د ایژې د ثبات د ساتلو د اهمیت په ګډون د سیمه ایزو مسلو په اړه بحث وکړ.
د بله پلوه د امریکا ولسمشر جو بایدن د ولسمشر اردوغان سره د لیدنې په اړه د خپل ټویټر پاڼې له لارې یو پيغام هم خپور کړی دی. هغه په خپل پیغام کې لیکلي دي چې نن مو ځل بیا په لیتوانیا کې د ناټو د سرمشریزې په چوکاټ کې د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یو ډیر عالي نشت درلود. همداشان دا سرمشریزه د تورکیې لخوا په ناټو سازمان کې د سویډن غړیتوب ته د اجازې ورکولو د تاریخي پریکړې سره لا مهمه وه.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله