د تورکیې   ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا  د ولسمشر جو  بایډن سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

د تورکیې او امریکا ولسمشرانو ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

2008920
د تورکیې   ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا  د ولسمشر جو  بایډن سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

د تورکیې   ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا  د ولسمشر جو  بایډن سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

 موافقه وکړه چې د ویلنیس په سرمشریزه کې به د ترکیې او امریکا د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسلو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړي. په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د بشپړ غړیتوب پر بهیر خبرې وشوې - ولسمشر اردوغان د ویلنیس په غونډه کې بایډن ته وویل چې دوی د اروپايي ټولنې له مخکښو هېوادونو او د اروپايي ټولنې له مشرتابه غوښتل چې د ترکیې له غړیتوب څخه د ملاتړ څرګند او قوي پیغام ورکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ټيلیفوني‌ خبرو کې په ناټو کې د اوکراین پر دریځ، په ناټو کې د سویډن د غړیتوب، د F-16 الوتکو په مسئلې او اروپايي ټولنې ته د تورکیې د بشپړ غړیتوب پر بهیر خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان او بایدن موافقه وکړه چې  د ناټو د مشرانو د سرمشریزې په چوکاټ کې  چې په ویلنیوس کې جوړیږي‌  مخامخ  لیدنه وکړي‌ او د تورکیې او امریکا دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسایلو په اړه به په تفصیل سره خبرې وکړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې سویډن د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په قانون کې د بدلونونو په راوستو سره په سم لوري کې ځینې ګامونه پورته کړي دي خو د ترهګرې ډلې PKK/PYD/YPG ملاتړي د ترهګرۍ په ستاینه کې مظاهرو ته دوام ورکوي چې دا ګامونه لغوه کوي.

اردوغان په دې خبرې په ټینګار سره چې د سویډن له غړیتوب سره د تورکیې د F-16 غوښتنې تړاو ورکول  سم کار ندی. اردوغان د امریکا له ولسمشر بایډن څخه د تورکیې د F-16 غوښتنې د ملاتړ له امله مننه وکړه.

 

اردوغان وویل چې تورکیه په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب په اړه اصولي او صادقه ده او زیاته کړه  چې غواړي د اروپايي ټولنې د بشپړ غړیتوب بهیر بیا راژوندی کړي او د ویلنیس په سرمشریزه کې د اروپايي ټولنې مخکښو هیوادونو او د اروپايي ټولنې مشرتابه د تورکیې د غړیتوب د ملاتړ څرګند او قوي پیغام ورکړي.



اړوند خبرونه