د تورکیې ولسمشر اردوغان په استانبول کې د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي‌ سره لیدنه وکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل هيله لري چې د تورې بحيرې د غلې دانې نوښت موده چې د جولای په ۱۷ مه نیټه پایته رسیږي‌ يو ځل بيا وغځول شي.

2008676
د تورکیې ولسمشر اردوغان په استانبول کې د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي‌ سره لیدنه وکړه
erdoğan
erdogan-zelenskiy1.jpg
zelenskiy-erdogan.jpg

د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل هيله لري چې د تورې بحيرې د غلې دانې نوښت موده چې د جولای په ۱۷ مه نیټه پایته رسیږي‌ يو ځل بيا وغځول شي.

ولسمشر اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره چې د هغه په ​​بلنه استانبول ته راغلی وو  لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، د روسیې او اوکراین په جګړه کې د وروستیو پرمختګونو او د تور سمندرګي د غلو دهلیز تړون چې د جولای په ۱۷ مه نېټه پای ته رسېږي او  په سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وشوې.

د مشرانو تر منځ د دوه په دوه  غونډې په څنګ کې د پلاوي ترمنځ ناسته هم ترسره شوه.

لیدو کاتو وروسته  د تورکیې او اوکراین ترمنځ د ستراتیژیکو صنعتونو په ساحه کې د دوه اړخیزو همکاریو ، د خپلواکو سیسټمونو، انجن R&D، تولید او ساتنې فعالیتونو په ځانګړې توګه د بې پیلوټه الوتکو  په برخو کې د ګډو پروژو د ملاتړ لپاره یو تړون لاسلیک شو.

وروسته بیا د دواړو هیوادونو مشرانو په ګډه خبري‌ غونډه کې برخه واخیسته.

ولسمشر اردوغان خبري‌ غونډې ته وویل  چې تورکیې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د خطر د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره هر ډول هڅې کړې دي.

اردوغان څرګنده كړه چې توركيه هغه هېواد دى چې د نړيوالو قوانينو پر بنسټ يې د خبرو اترو له لارې د جګړې د پاى ته رسولو لپاره تر ټولو ډېرې هڅې كړې دي.

اردوغان د دې په یادولو سره چې د تیر کال په جولای کې د ملګرو ملتونو سره د منځګړیتوب نوښتونو په پایله کې په استانبول کې د تور سمندرګي د غلو نوښت  تړون لاسلیک  او پلي کړ.

"زه هیله مند یم چې د تور سمندرګي‌ د غلو تړون موده چې د جولای په ۱۷ مه نیټه پایته رسیږي‌ وغځول شي. د ویلو ده چې ددې تړون له مخې د تورکیې د تنګیو له لارې اړو هیوادونو  ته نږدې ۳۳ میلیون ټنه صادر شوې ده . د تورکیې تنګیو پدې برخه کې لکه د تنفس سیستم په څیر دنده اجراء کړې ده. باور لرو چې ټولې اړوندې خواوې به د دې هدف لپاره د نړیوال مسؤلیت په احساس سره عمل وکړي.".

اردوغان وویل بې له  شکه  چې اوکراین د ناټو د غړیتوب مستحق دی."

"په عادلانه سوله کې هیڅ  څوک زیان نه ویني. د اړخونو تر منځ د تفاهم په برخه کې د اختلافاتو سره سره، دا زموږ ترټولو صادقانه هیله ده چې ژر تر ژره د سولې لټون ته راستانه شي."

اردوغان دې ته په اشارې سره چې د اوکراین د بیا رغونې  لپاره به هر ډول مرستې چمتو کړي او  ټینګار يي وکړ چې له اوکراین سره د پیوستون ترڅنګ به د خبرو اترو له لارې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

همداشان پدې خبري‌ غونډه کې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي د تورکیې د خلکو د میلمه پالنې له امله مننه وکړه چې اوکرایني کورنیو ته يي  له جګړې وروسته په تورکیه کې پناه ورکړې او غیږ يي‌ ورته خلاصه کړې ده. هغه  وویل چې دلته زموږ خلک په دې سختو شرایطو کې د تورکیې قوي‌  ملاتړ احساسوي.

د اوکراین ولسمشر د تورې بحیرې په سیمه کې د ثبات د تامین پر اهمیت د ټینګار په ترڅ کې وویل: «زموږ همکاري دلته په ډېرو شیانو پورې تړلې ده. په افریقا، آسیا او اروپا کې د خوړو خوندیتوب او د ډیری خلکو د خوړو خوندیتوب په موږ پورې اړه لري. دلته مهمه خبره دا ده چې په ګډه د دې نړۍ لوږې او ټولنیز ګډوډي له مینځه وړلو کې مرسته وکړو.

د تور سمندرګي د غلو دهلیز تړون ته په اشارې سره، زیلینسکي وویل، "ټوله نړۍ غواړي چې د غلو دهلیز کار وکړي او البته دا یوه ډیره مهمه مسله ده."

هغه د دې په بیانولو سره چې روسیې کښتۍ بندې کړې او له همدې امله پروسه پیچلې شوې ده . زیلینسکي وویل ، "د غلې دهلیز باید یوازې د یو دولت په غوښتنو تکیه ونه کړي.".

"زموږ خلک کولی شي ډیر څه وکړي او د انسانانو ژوند وژغوري"


پيوندونه: #اوکراین , #تورکیه

اړوند خبرونه