د اوکراین ولسمشر زیلینسکي‌ نن تورکیې ته راځي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه نن تورکیې ته راځي.

2008329
د اوکراین ولسمشر زیلینسکي‌ نن تورکیې ته راځي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه نن تورکیې ته راځي.

ولسمشر اردوغان به د اوکراین د ولسمشر زیلینسکي‌ سره په استانبول کې لیدنه وکړي. لیدنه به لومړی دوه په دوه ترسره شي.

وروسته به د دواړو هیوادونو د پلاو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړي. د ملاقاتونو په ترڅ کې د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۲۴مې نېټې راهیسې روانه ده، د غنمو دهلیز تړون چې د جولای په ۱۷ مه نېټه پای ته رسېږي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې وکړي.

د ویلو ده چې د روسیې لخوا پر اوکراین د برید نه وروسته دا لومړی ځل دی چې د اوکراین ولسمشر تورکیې ته سفر کوي.



اړوند خبرونه