سږ کال په تیرو ۵ میاشتو کې استانبول ته د راغلو سیلانیانو شمیره د تیر کال په پرتله ۱۹ سلنه ډیر شوی

د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې استانبول ته د راغلو بهرنیو سیلانیانو شمیر د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۱۹ سلنه زیات شوی او ۶ میلیونه ۲۷۶ زره ۴۸۱ تنو ته رسیدلی دی.

2004369

د ۲۰۲۲ کال په لومړیو ۵ میاشتو کې ۵ میلیونه ۲۸۴ زره ۷۱۴ بهرني سیلانیان استانبول ته راغلي وو. دا شمېر سږ کال ۱۹ سلنه زیات شوی او ۶ میلیونه ۲۷۶ زره ۴۸۱ تنو ته رسېدلی دی.

دغه ښار چې تېره مياشت يې ۱ ميليون ۵۰۵ زره ۹۴۸ بهرني سيلانيانو کوربه توب کړی، د تېر کال په مې مياشت کې ۱ ميليونه ۴۰۲ زره ۳۶۶ بهرني سيلانيانو کوربه توب کړی وو. په همدې توګه، د مې په مياشت کې د بهرنيو سيلانيانو شمېر د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ٧ سلنه زيات شوی دی.

د می په میاشت کې استانبول ته راغلو سیلانیانو  ۱۳ عشاریه ۶۱  سلنه روسان، ۸ عشاریه یو سلنه ایرانیان ، ۷ عشاریه ۴۷  سلنه جرمني‌ وګړي‌ وو. همداشان ۴ عشاریه ۳۶ سلنه امریکایان، ۳.۶۲ سلنه انګلستان، ۳.۱۳ سلنه فرانسې او ۲.۹۱ سلنه اسرائیل وګړي‌ وو.

اړوند خبرونه