د سوریې د روان کړکیچ د حل په موخه په استانه کې غونډه جوړه شوه

د سوریې د کړکیچ د حل  لپاره د تورکیې، روسیې او ایران ترمنځ د آستانه د خبرو ضمانت کوونکي د شلم ځل لپاره د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې غونډه کوي.

2001935
د سوریې د روان کړکیچ د حل په  موخه په استانه کې غونډه جوړه شوه

د سوریې د کړکیچ د حل  لپاره د تورکیې، روسیې او ایران ترمنځ د آستانه د خبرو ضمانت کوونکي د شلم ځل لپاره د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې غونډه کوي.

دغه خبرې د ضمانت کوونکو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو تخنیکي غونډو په ترڅ کې پیل شوې.

تورکي پلاوي خپله لومړۍ کتنه له ایراني پلاوي سره وکړه.

په دې غونډه کې د تورکیې استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال بوراک اکچاپر په مشرۍ او د روسیې د پلاوي مشري د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میخایل بوګدانوف او د ایران له لوري د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو سلاکار علي اصغر حاجي په غاړه لري.

په دې غونډو کې د دمشق ادارې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ایمن سوسن په مشرۍ پلاوی او د اپوزیسیون د احمد توما په مشرۍ پلاوی ګډون کوي.

پدې غونډه کې چې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیر او پیډرسن  هم  ګډون کړی دی  د اردن، عراق او لبنان پلاوو هم د څارونکو هیوادونو په توګه برخه اخیستې ده. د دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې به دواړه خواوې د سوریې په شاوخوا کې د سیمې د وضعیت د بدلون او په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.

دغه راز په دغه غونډه کې د بشردوستانه مرستو، د دغه هېواد د بيا رغاونې او خپلو هېوادونو ته د سوري کډوالو د ستنېدو د شرايطو په رامنځته کولو او همدارنګه په سوريه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په څېر د باور جوړونې پر اقداماتو خبرې وشوې. د یرغمل شویو کسانو او د ورک شویو کسانو لټون په اړه به هم خبرې وشي.

تمه ده چې نن د تورکیې، روسیې او ایران د بهرنیو چارو د مرستیالانو او د سوریې او تورکیې د اړیکو د عادي کولو لپاره د «لارې نقشې» په اړه د سوریې د حکومت تر منځ څلور اړخیزه مشورتي غونډه جوړه شي.

تورکیه به یو ځل بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سیاسي حل لارې او د پناه غوښتونکو په داوطلبانه، خوندي او باعزته راستنیدو باندې په خپل هوډ ټینګار وکړي.

د تورکیې د لومړیتوبونو په اړه د دمشق د ادارې چلند به د بهیر د پرمختګ لپاره پرېکنده وي.

له ۱۱ کلونو وروسته د انقرې او دمشق تر منځ لومړی تماس د تیر کال د  ډسمبر په ۲۸مه وشو. د ملي دفاع او استخباراتو وزیرانو او بیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو او د بهرنیو چارو وزیرانو د روسیې په پلازمېنه مسکو کې وکتل.


پيوندونه: #غونډه , #استانه , #سوریه

اړوند خبرونه