د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د کابینې غونډه وشوه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د تورکیې او شمالي قبرس تورکي جمهوریت د حقونو غصبولو ته به اجازه ورنکړي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د تورکیې او شمالي قبرس تورکي جمهوریت د حقونو غصبولو ته به اجازه ورنکړي.
ولسمشر اردوغان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د کابینې له غونډې وروسته ملت ته په خطاب کې په خپله وینا کې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت او اذربایجان ته د خپلو سفرونو په اړه معلومات ورکړل.
اردوغان د دې په بیانولو سره چې په شمالي قبرس تورکي جمهوریت کې د ولسمشر ایرسین تاتار سره په لیدنه کې په ښکاره توګه د قبرس د مسلې نه د تورکیې قوي ملاتړ څرګند کړ.
"موږ به د قبرس د تورکانو نه چې د تورک ملت نه بېلېدونکې برخه ده ، تر څنګ دریدو او مبارزې ته دوام ورکړو. موږ به د تورکیې او شمالي قبرس تورکي جمهوریت د يووالي د ژورولو لپاره هر ډول قانوني، اقتصادي او سياسي ګامونه پورته کړو." د تورکیې او شمالي قبرس تورکي جمهوریت د حقونو غصبولو ته به اجازه ورنکړي.
ولسمشر اردوغان وویل چې دوی د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د ولسمشر الهام علییف سره د لیدنې پر مهال ډیر مهم تصمیمونه ونیول چې په هر ډګر کې د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کیدو لامل کیږي.
"موږ له ارمنستان سره د اړیکو د عادي کولو له روان بهیر څخه پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ. موږ په خپله سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلې قوي هیلې یو ځل بیا څرګندې کړې. له نږدې دیرش کلن اشغال وروسته، نن په قره باغ کې د اذربایجان بیرغ په ویاړ سره رپیږي. دا ټول زموږ د ورورولۍ برکت دی. موږ به د خپل ګران هیواد اذربایجان سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د لا پياوړي کولو لپاره ډیر کار وکړو. نږدې یوه نیمه پیړۍ مخکې مرحوم اسماعیل ګاسپرالي جوړ کړي چوکاټ له مخې مونږ به د یوې ژبې، فکر او کار په برخه کې د یووالي هدف لپاره کار وکړو.