ولسمشر اردوغان : کډوال به وهڅو چې په خپله خوښه او په عزت سره خپل هیواد ته ستانه شي

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی به د اساسي قانون د تعدیل طرحه یو ځل بیا د تورکیې ملي شورا ته وړاندې کړي.

1996365
ولسمشر اردوغان : کډوال به وهڅو چې په خپله خوښه او په عزت سره خپل هیواد ته ستانه شي

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی به د اساسي قانون د تعدیل طرحه یو ځل بیا د تورکیې ملي شورا ته وړاندې کړي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې پرون په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له خپلې نوې کابینې سره لومړنۍ غونډې نه وروسته وکړې.

اردوغان له غونډې وروسته د وینا په ترڅ کې یادونه وکړه چې د لوړې  مراسم د خالي په ورځ د تورکیې او بهر څخه د څه باندې ۵ زرو میلمنو په ګډون سره ترسره شول.

هغه وويل " زموږ د لوړې  په مراسمو کې د ګډون کچه او شمېره،  په واقعیت چې ډیره لوړه وه ، په ځانګړې توګه له بهر څخه.  دې ستر ګډون مونږ وویاړولو."

اردوغان د هېواد او ملت په استازیتوب د تورکیې له رښتیني ملګرو مننه وکړه چې تل په سختو او خوښیو ورځو کې خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

"زه غواړم دا ووایم چې موږ به هیڅکله هغه مهربانۍ هیره  نکړو چې دوی له  زرګونو کیلومتره لرې په راتلو سره ښودلي."

اردوغان د دې په څرګندولو سره چې په نوې دوره کې به له ولس سره کړې ټولې ژمنې یو یو عملي کړي. هغه وویل چې د اساسي قانون د تعدیل هغه طرحه به چې له انتخاباتو مخکې یې په اجنډا کې راوستې وه یو ځل بیا  پارلمان ته وړاندې کړي.

اردوغان د دې په بیانولو سره چې دوی به د انرژۍ په برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي، ټینګار وکړ چې دوی به د پانګونې، تولید، صادراتو، کارموندنې او ودې په برخه کې له هر ډول امتیاز ورکولو  پرته د تورکیې اقتصاد لا پیاوړی کړي.

"موږ هوډ لرو چې د انفلاسیون له امله د بیو لوړوالی ستونزه د خپلو ټولو ابعادو سره زموږ د ملت اجنډا څخه وباسو. دا ستونزه حل کړو."

 

اردوغان څرګنده كړه چې دوى به هغه كډوال چې د جګړې او د تروريستي سازمانونو له بريدونو څخه توركيې  ته پناه راوړلې ده وهڅوي چې ، په خپله خوښه او باعزته توګه خپل هېواد ته ستانه شي. ددې لپاره به زمینه برابره کړو.



اړوند خبرونه