په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو د رای ورکولو بهیر پایته ورسید.

په تورکیه کې د رای ورکولو بهیر پایته ورسید

1991976
په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو د رای ورکولو بهیر پایته ورسید.

په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو د رای ورکولو بهیر پایته ورسید.

د ویلو ده چې په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو په خاطر د رای ورکولو بهیر نن د سهار په ۸ بجو پیل شوی وو چې د مازیګر په ۵ بجو پایته ورسید.

 د تورکیې خلکو د خپل نوي‌ ولسمشر د ټاکلو په پار نن  خپلې رایې وکارولې.

په تورکیه کې د مې په ۱۴ مه نیټه په ترسره شوو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یو نوماند هم  ۵۰ جمع یو رایې نوې ترلاسه کړې چې د همدې امله ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې.

دا د تورکیې په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته غځیږي.

په دویم پړاو کې  د لومړي‌ پړاو د دوو مخکښو نوماندانو رجب طیب اردوغان او کمال قلچدار اوغلو ترمنځه سیالي‌ وشوه.

د ویلو ده چې د ټاکنو په تیر پړاو کې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه نږدې ۹۰ سلنه وه چې دا په نړۍ کې تر ټولو لوړ رقم دی.

د یادولو وړ ده چې د رای اچونې د بهیر د پایته رسیدو نه سمدلاسه وروسته د رای شمیرنې بهیر پیل شوی دی.

تمه کیږي‌ چې د ټاکنو ابتدايي پایلې نن د شپې تر نیمايي پورې معلومې شي. ټاکنو خپلواکې شورا د معلوماتو له مخې د ټاکنو ابتدايي پایلې به د شپې د ۱۲ بجو نه مخکې اعلان کړي.  


پيوندونه: #ټاکنې , #تورکیه

اړوند خبرونه