په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شوې .
په تورکیه کې د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې
![په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شوې .](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/5804/01a8/3be3/64618c7b4f50f.jpg?time=1718892147)
په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شوې .
د تورکیې د ټولټاکنو د خپلواکې شورا رئیس وویل چې په هیواد کې د ولسمشریزو ټاکنو ټولې رایې شمیرل شوي دي چې له مخې له نوماندانو څخه رجب طیب اردوغان ۴۹ عشاریه ۵۱ سلنه او کمال قلچدار اوغلو ۴۴ عشاریه ۸۸ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.همداشان سینان اوګان ۵ عشاریه ۱۷ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.
پدې ډول د هیواد د ټاکنو د قانون له مخې هیڅ کوم نوماند ندی توانیدلی دی چې مطلق اکثریت رایې ترلاسه کړي چې له مخې ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدلې.
هغه وویل چې د ولسمشرۍ د ټاکنو دویم پړاو به د مې په ۲۸ مه نيټه د یکشنبې په ورځ ترسره شي. دویم پړاو ټاکنې به د ټاکنو د لومړي پړاو د دوو مخکښو نوماندانو رجب طیب اردوغان او کمال قلچدار اوغلو ترمنځه ترسره شي.
هغه وویل چې د ټاکنو د دویم پړاو لپاره د هیواد نه بهر د رای اچونې بهیر به د مې په ۲۴ مه نیټه پيل شي
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718892147)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718892147)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله