د تورکیې خلک نن خپل راتلوونکی ولسمشر او د پارلمان وکیلان ټاکي.
تورکیه نن د تاریخی ټاکنو شاهدي کوي
د تورکیې خلک نن خپل راتلوونکی ولسمشر او د پارلمان وکیلان ټاکي.
نن د مې ۱۴ مه په تورکیه کې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې ترسره کیږي.
د ویلو ده چې په تورکیه کې د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو په خاطر رای اچونه به د سهار په ۸ بجو پيل او د مازیګر تر ۵ بجو به دوام وکړي.
د ویلو ده چې نن به په تورکیه کې ۶۰ میلیونه ۶۹۷ زره او ۸۴۳ تنه واجد د شرایطو رای ورکوونکي د هیواد دننه خپلې رایې وکاروي.
په ټول هیواد کې په ۹۷۳ ولسوالیو کې ، ۱۰۹۴ د رای اچونې سیټونو کې، ۱۹۱ زره د رایو صندوقونه ایښودل شوي دي.
د ویلو ده چې په هیواد کې ۴ میلیونه ۹۰۴ زره او ۸۴۳ زره تنه د لومړي ځل لپاره خپله رایه کاروي.
همداشان د هیواد نه بهر کارول شوې رایې د ځانګړو الوتکو سره هیواد ته راانتقال شوي دي.
رای ورکوونکی کولی شي چې د تورکیې جمهوریت د رسمي اسنادو چې د هویت لمبر او عکس پرې موجود وي لکه پيژند پاڼه ، د موټر چلونې جواز او یا نکاح خط په ښودولو سره خپله رای وکاروي.