یونان د تورکیې د دفاعي صنایعو پرمختګونه له نږدې تعقیبوي.

یوناني ورځپاڼو د تورکیې پوځي الوتکو ته پراخ پوښښ ورکړی، چې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې د راتلونکي پیړۍ د پرمختګ پروګرام په ترڅ کې معرفي کړې.

1981658

د اسکرا ورځپاڼې د تورکیې په دفاعي صنعت کې وروستیو پرمختګونو ته ، «په داسې حال کې چې یونان د جنګي صنعت په برخه کې هیڅ شی څرګند ندي، تورکیې د پنځم نسل جنګي الوتکې معرفي کړې» د سرلیک سره مسئلې ته پام اړولی دی.

ورځپاڼې د تورکیې د ملي جنګي الوتکې "کان" په اړه په خبرو کې ټینګار کړی چې دا جنګي الوتکې د ترکیې جوړ سمارټ مهمات کاروي او په بشپړه توګه کورني زیربنا لري.

له بلې خوا ایډیسیس ورځپاڼې د ولسمشر اردوغان هغه خبرې چې «کان او هرجیت به خپلو مخاطبیو نه لار ورکه کړي» سرلیک جوړ کړی دی. د تورکیې د معرفي شوې الوتکې ځانګړتیاوې هم په کې شاملې وې.

د پوځ غږ ویب پاڼه د مسئلې په اړه "اردوغان د تورکیې د پنځم نسل جنګي الوتکه "کاان" پیلوټي وکړه د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی.

په خبر کې د تورکیې د دفاعي صنعت د پرمختګ په اړه د ولسمشر اردوغان خبرې شاملې دي.

اړوند خبرونه