ولسمشر اردوغان : د چین او امریکا ترمنځه کړکیچ د هیچا په ګټه ندی

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د چین او امریکا ترمنځ کړکیچ د هیچا په ګټه نه دی او نوې سړه جګړه به د هیچا په ګټه نوي.

1971321
ولسمشر اردوغان : د چین او امریکا ترمنځه کړکیچ د هیچا په ګټه ندی

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د چین او امریکا ترمنځ کړکیچ د هیچا په ګټه نه دی او نوې سړه جګړه به د هیچا په ګټه نوي.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې کریټر مجلې سره په مرکه کې وکړې.

اردوغان د امریکا او چین تر منځ د کړکیچونو، د ایران او سعودي عربستان تر منځ د روغې جوړې او په بهرنۍ پالیسۍ کې د  وروستیو پرمختګونو په د پوښتنې په ځواب کې وویل «نړیوال سیاست ډېر فعال دی، ګنشمیر ناڅرګندۍ دوام لري. د کرونا ویروس  کوویډ-۱۹ وبا ناروغۍ ناڅرګندي‌ ګانې لا پسې ډیرې کړې.

وروسته د روسیې او اوکراین له جګړې سره په نړیوال نظام کې بدلون او تحول بحثونه له سره تاوده کړل .» په نړیواله کچه رقابت هم پر نړۍوال  نظام  خپلې اغیزې کړي‌ دي. اقتصادي، سیاسي او پوځي پرمختګونه د یو بل سره غوټه کړي‌ دي.

اردوغان په دې خبرې ټینګار سره چې د چین او امریکا ترمنځ کړکیچ د هیچا په ګټه نه دی، وویل " یوه نوې سړه جګړه د هیچا په ګټه نه ده. ځکه چې داسې ستونزې شته چې موږ نشو کولی په یوازې  ځان يي پر خلاف مبارزه وکړو او یا په مبارزه کې بریالي شو. د مثال په توګه د اقلیم بدلون یو له مهمو ننګونو څخه دی. دا یوه مسئله ده چې ګډ عمل ته اړتیا لري. تروریزم هم یوه ستونزه ده چې موږ کولی شو په ګډه عمل کولو سره پر خلاف بریالي‌ شو."

اردوغان د دې خبرې په ټینګار سره چې ملګري ملتونه باید اصلاح شي او د ښې نړیوالې حکومتولۍ جوړښت باید رامنځته شي، وویل  " د دې ټولو عاجلو مسئلو او ستونزو د دوام صورت کې ، د امریکا او چین ترمنځ سیاسي او نظامي تاوتریخوالی په نړۍواله کچه پرته د بې ثباتۍ نه بله ګټه نکوي. ددې شخړې اغیزې به ډیرې قوي‌ وي. موږ فکر کوو چې د ایران او سعودي عربستان د خبرو اترو له لارې د خپلو اړیکو عادي کول به په منځني ختیځ کې د اړیکو د عادي کولو په روان بهیر کې هم مثبته مرسته وکړي.

اردوغان په نوې دوره کې د تورکیې د بهرني سیاست د محور د پیاوړتیا په هدف ټینګار وکړ او  وویل" زمونږ هدف د تورکیې د نړیوال فعالیت د لا پیاوړتیا دی. "

اردوغان په دې خبرې سره چې په سوريه كې د تروريزم تر ختمېدو پورې به خپلې مبارزې ته دوام وركړي وويل: سياسي حل، له تروريزم سره د مبارزې او د كډوالو د راستنېدو مسئلې بايد په ګډه حل شي او په نوې دوره كې به ډېر څه وكړو. په دې برخه کې مهم ګامونه.



اړوند خبرونه