د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې پر قران کریم  هر ډول برید ښکاره د کرکې جرم دی.

ولسمشر اردوغان په پلازمینه انقره کې د عدالت او پراختیا  ګوند په مرکزي دفتر کې د ددې  ګوند د سفیرانو په څوارلسم دودیز افطار پروګرام کې د وینا پر مهال په نړۍ کې د اسلاما فوبیا د زیاتیدو په اړه غبرګون وښود.

1970223
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې پر قران کریم  هر ډول برید ښکاره د کرکې جرم دی.
erdogan buyukelciler iftar.jpg
erdogan buyukelciler iftar1.jpg
erdogan buyukelciler iftar2.jpg
erdogan buyukelciler iftar3.jpg

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې پر قران کریم  هر ډول برید ښکاره د کرکې جرم دی.

ولسمشر اردوغان په پلازمینه انقره کې د عدالت او پراختیا  ګوند په مرکزي دفتر کې د ددې  ګوند د سفیرانو په څوارلسم دودیز افطار پروګرام کې د وینا پر مهال په نړۍ کې د اسلاما فوبیا د زیاتیدو په اړه غبرګون وښود.

اردوغان د دې خبرې په ټینګار سره چې د قرآن کریم د سوځولو ناوړه هڅې په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي او توجیه کیدای نشي.

"دا یو ښکاره او غوڅ د کرکې جرم دی، هغه کسان چې د بیان د ازادۍ تر نامه لاندې د قرآن کریم د سوځولو ته اجازه ورکوي، د ډیموکراسۍ او ازادۍ مفکورې تر پښو لاندې کوي. دا پارونکي‌ اقدامات نه یوازې نږدې دوه میلیارده خلک ځوروي، بلکې قهر او غوسه  هم راپاروي. زه غواړم  په ټینګار ووایم چې دې پس فطرتۍ باید نور د پای ټکی کیښودل شي."

ولسمشر اردوغان  د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته په اشارې سره وویل چې دوی د ترهګرۍ د ټولو ډولونو په ځانګړې توګه د PKK، PYD، YPG، FETO او داعش پر وړاندې له تبعیض پرته مبارزې ته دوام ورکوي.

اردوغان د دې په څرګندولو سره  چې د لفظي لوبو، دیپلوماتیکو او نظامي چالونو سره د  پي کاکا بېلتون غوښتونکو تروریستي سازمان د ودې لپاره د هڅو په اړه په ډیر ښه توګه خبر دی او پوهیږي.

" د وخت په رارسیدو سره به يي  البته، موږ دا ټول مخاطبینو په مخ کې وړاندې کړو. لکه څنګه چې موږ د تروریستي دهلیز لخوا د خپل هیواد محاصرې ته اجازه نده ورکړی ، موږ به یقینا نویو هڅو او هلو ځلو ته هم اجازه ورنکړو. زموږ د وطن په وړاندې تروریستي ګواښونه د ریښو نه د وچولو  د له منځه وړلو ستراتیژۍ پلي‌ کولو ته به دوام وکړو."



اړوند خبرونه