مسکو د تورکیې، سوریې، روسیې او ایران ترمنځه د ۴ اړخیزې غونډې کوربه توب کوي
د تورکیې، روسیې، د بشارالاسد د رژیم او ایران ترمنځ د د سوریې په اړه د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرانو په کچه غونډه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پیل شوه.
د تورکیې، روسیې، د بشارالاسد د رژیم او ایران ترمنځ د د سوریې په اړه د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرانو په کچه غونډه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پیل شوه.
د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت په کوربه توب په دې غونډه کې د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال بوراق ااق چپر په مشرۍ هیئت ګډون کړی دی. غونډه د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په پرانیست وینا پيل شوه.
پدې غونډه کې د روسیې په استازیتوب د منځني ختیځ او افریقايي هېوادونو لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی میخایل بوګدانوف، د ایران په استازیتوب د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو سلاکار علي اصغر حاجي او د بشار الاسد د رژیم په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ایمن سوسن ګډون کړی دی.
د ډیپلوماتیکو سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د مسکو خبرې اترې به د ۴هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د مطلوبې ناستې لپاره زمینه برابره کړي.
طرفین به پدې غونډه کې د وزیرانو د غونډې په اجنډا چې په کومو مسئلو به سره وغږيږي او په کومو برخو کې به سره په همکارۍ غور وکړي د مسئلو په اړه تبادل د نظر وکړي.
غونډه مطبوعاتو نه د بند دروازو تر شا جوړه شوې ده .