د تورکیې کورني‌ او ملي‌ موټر ټوګ لومړی تولید شوي‌ موټر ولسمشر اردوغان او د هغه میرمن ته ورکړل شول

د تورکېې د کورني بریښنایی موټر برانډ Togg لخوا تولید شوي لومړني‌ دوه موټرې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه میرمن امنې اردوغان ته وسپارل شول.

1969431
د تورکیې کورني‌ او ملي‌ موټر ټوګ لومړی تولید شوي‌ موټر ولسمشر اردوغان او د هغه میرمن ته ورکړل شول
togg.jpg
togg erdogan.jpg

د تورکېې د کورني بریښنایی موټر برانډ Togg لخوا تولید شوي لومړني‌ دوه موټرې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه میرمن امنې اردوغان ته وسپارل شول.

په پلازمینه انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د توګ د T10X ماډل لومړي دوه موټرو د تحویلولو لپاره د تحویل مراسم جوړ شول.

لومړني دوه تولید شوي موټرونه ولسمشر اردوغان او د هغه میرمن امنې اردوغان ته وسپارل شول.

اردوغان په دغو مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې نن موږ د خپل ملت د شپیته کلن ارمان د پوره کیدو شاهدان یو.

"موږ به خپل ټوګ موټرې، نه یوازې د تورکیې په سړکونو کې ، بلکې د نړۍ په سړکونو کې هم ووینو. که سرعت غواړۍ سرعت ، که آرامتیا غواړۍ آرامتیا . هغه څه چې تاسو یې په لټه کې یاست پدې موټر کې موندلی شۍ."

اردوغان همداشان وویل چې  د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف ته به هم  همدا نن په پلازمینه باکو کې توګ موټر وسپارل وشي او ازبکستان ته د لیږلو لپاره  پروسه روانه ده.

لومړۍ میرمن اردوغان وویل: "زه په خپل هیواد ویاړم. موټر هم د کارولو لپاره خورا آرام دی. تاسو په کې د آرامۍ احساس کوئ. زه د هغو کسانو څخه مننه کوم چې مرسته یې کړې. دا یو په زړه پوری موټر دی. ښه راغلاست."

ولسمشر اردوغان ته د توګ د لومړي موټر په وړاندې کولو سره چې د ډله ایزو تولیداتو لومړني‌ تولیدات دي ، د کال تر پایه پورې به  ۲۰ زرو تنو ته چې د پچې په اساس يي حق ترلاسه کړی ټوګ موټر وسپارل شي.



اړوند خبرونه