ولسمشر اردوغان : موږ چې کوم کار ته تکل وکړو او ژمنه وکړو ، هغه خامخا سرته رسوو

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی په زلزله ځپلو سیمو کې د ۲۷ زره ۹۴۹ کورونو د جوړولو کار پیل کړی او د ځینو کلیو کورونه د بیاجوړونې چارې  د بشپړیدو په حال کې دي.​​​​​​​

1967402
ولسمشر اردوغان : موږ چې کوم کار ته تکل وکړو او ژمنه وکړو ، هغه خامخا سرته رسوو

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی په زلزله ځپلو سیمو کې د ۲۷ زره ۹۴۹ کورونو د جوړولو کار پیل کړی او د ځینو کلیو کورونه د بیاجوړونې چارې  د بشپړیدو په حال کې دي.

ولسمشر اردوغان  د پلازمینې  انقرې  په چانکایا ماڼۍ کې  د ځینو خصوصي تلویزیونونو په ګډه ژوندۍ خپرونه کې  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

اردوغان د فبرورۍ د شپږمې نیټې له زلزلې وروسته د زلزله ځپلو سیمو د بیارغونې بهیر ته په اشارې سره وویل:

"زموږ ملت دې خاطره جمع او ډاډه وي، زموږ هغه مسلکي‌ پرسونل چې په  تیرو۲۰ کلونو کې یې ۱ میلیون ۱۸۰ زره خوندي کورونه او ۳.۳ میلیونه د ښاري بدلون پروژې بشپړې کړی‌ دي‌ ، اوس د زلزله ځپو سیمو د بیارغونې په خاطر نسټوني‌ بډ وهلي‌ دي. موږ په زلزله ځپلو سیمو کې د نویو کورونو بنسټونه کیښودو ته دوام ورکړو. ولسمشر اردوغان وویل چې په اډیمان، قهرمانماراش، غازیانتیپ، هاتای او مالتیا کې چې د زلزلې له امله زیانمن شوي په ټولیزه توګه د ۲۷ زره ۹۴۹ کورونو د جوړولو چارې پیل شوي دي.

"په حقیقت کې، د کلیو ځینې کورونه اوس د بشپړیدو په مرحله کې دي. موږ به یې د دوبي تر موسم پورې پای ته ورسوو. کله چې  موږ یو کار ته تکل وکړو او  ژمنه وکړو هغه کار خامخا سرته رسو. خپل کار نیمګړی نه پریږدو. خامخا يي سره يي رسو."



اړوند خبرونه