اردوغان : د تورې بحیرې د غلو په دهلیز کې د تورکیې بریا د هر چا په ژبه ده.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د تورې بحیرې د غلو په دهلیز کې د تورکیې بریا د هر چا په ژبه ده.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د تورې بحیرې د غلو په دهلیز کې د تورکیې بریا د هر چا په ژبه ده.
ولسمشر اردوغان د خصوصي ټلویزیونونو په ګډه ژوندۍ خپرونه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې او مهمو مسئلو په اړه ارزونې وکړې.
اردوغان د دې په بیانولو سره چې په دیپلوماسۍ کې د تورکیې د بریالیتوب ترټولو لوی مثال د روسیې او اوکراین دی او تورکیه یوازینی هیواد دی چې د روسیې او اوکراین په جګړه کې د منځګړی په توګه په ګوته شوی دی. هغه وویل چې د تورې بحیرې د غلو په دهلیز کې د تورکیې بریا په نړۍ کې د هر چا په ژبه ده.
هغه زیاته کړه چې "په حقیقت کې هغه خبرې چې موږ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره درلودې خورا روښانه دي. هغه دې ژوندی وي وویل چې " زه به د غلې دانې له دهلیز څخه د غلو لیږد جاري وساتم ، خو ددې غلو ۴۴ سلنه له دې ځایه اروپا ته ځي. موږ دا نه غواړو. راځۍ چې دا غلې افریقایي هیوادونو ته ولیږو. ما ورته وويل، تاسې غله زالیږولو ته دوام ورکړۍ، موږ به يې مسیر بدل کړو او له دې ځايه به يې وروسته پاتې هېوادونو ته ولېږو. موږ داسې یو تړون لرو، په دوه یا درې ورځو کې به له ښاغلي پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړو، په دې برخه کې به هم خپل ګامونه پورته کړو، همدا ډول سرې ته هم اړتیا ده.
انشاالله چې د سرې تدارک به هم وکړو. او موږ به یې د نړۍ بازارونو او لږ پرمختللو هیوادونو ته ته هم ولیږو. د هغوې په بازارونو کې موجود فشار به کم کړو."
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.