په تورکیه د ټولټاکنو د طرزالعمل او اصولو په اړه پریکړه په رسمي جریده کې خپره شوه
په تورکیه کې د ولسمشرۍ او د ۲۸مې دورې پارلماني ټاکنو د کاندیدانو د نوم لیکنې د طرزالعمل او اصولو په اړه د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پریکړه په رسمي جریده کې خپره شوې ده.
په تورکیه کې د ولسمشرۍ او د ۲۸مې دورې پارلماني ټاکنو د کاندیدانو د نوم لیکنې د طرزالعمل او اصولو په اړه د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پریکړه په رسمي جریده کې خپره شوې ده.
د دې پرېکړې له مخې چې د رسمي جریدې په ننۍ ګڼه کې خپره شوې، د ولسمشرۍ لپاره نوماند باید ۴۰ کاله عمر او لوړې زده کړې بشپړې کړي وي. همداشان د پارلمان د غړیتوب نوماند باید د پارلمان د غړي په توګه د ټاکل کیدو وړ وي.
د ولسمشر د کار موده به پنځه کاله وي. یو شخص په اعظمي توګه دوه ځله د ولسمشر په توګه ټاکل کیدای شي. هغه سیاسي ګوندونه چې په تیرو ټولټاکنو کې یې یوازې یا په ګډه د ټولو معتبرو رایو لږ تر لږه پنځه فیصده رایې ترلاسه کړي وي او یا لږ تر لږه سل زره رایې ولري د ولسمشرۍ لپاره نوماندان معرفي کولای شي.
د پارلمان وکیل د ولسمشر په توګه ټاکل کیدو په صورت کې د پارلمان غړیتوب يي پایته رسیږي. که چیرې هغه په لومړیو رایو کې مطلق اکثریت ترلاسه نکړي، د دوو کاندیدانو ترمنځ به ټاکنې ترسره شي چې ډیرې رایې یې ترلاسه کړې. که چیرې د ټولټاکنو په لومړني پړاو کې د نوماندانو نه هیڅ یو ټاکل شوی اکثریت ترلاسه نکړي ، تر ټولو زیاتو رای ګټوونکو دوو تنو نوماندانو ترمنځه به دویم ځل لپاره ټاکنې وشي. د ټاکنو دویم پړاو به د دویمې یکشنبې په ورځ ترسره شي. که چیرې د ټولټاکنو په دویم پړاو کې مستحق نوماندانو څخه یو یې د کوم دلیل له مخې په ټاکنو کې برخه وانخلي، په لومړني پړاو کې د خپل وار سره تر ټولو زیاتې رای ترلاسه کوونکی بل نوماند به د هغه پر ځای وټاکل شي. که چیرې په دويمه پړاو کې يوازې يو نوماند پاتې شي، دغه ټاکنې د ټولپوښتنې په بڼه ترسره کېږي. که چیرې نوماند د معتبرو رایو مطلق اکثریت ترلاسه کړي، ولسمشر به وټاکل شي. که چیرې کاندید د معتبرو رایو مطلق اکثریت ترلاسه نکړي، د ولسمشرۍ ټاکنې نوې کیږي. د نوو ټاکنو د ترسره کیدو پورې به موجود ولسمشر تر هغه وخته پورې په خپله دنده کې پاتې شي، چې نوی څوک وټاکل شي او واک ته ورسېږي. د تورکیې د تابعیت لرونکی هر هغه وګړی چې له ۴۰ کلنۍ پورته وي، لوړې زده کړې يې بشپړې کړي وي، لږ تر لږه د ۱۰۰ زرو رای ورکوونکو د لاسلیکونو سره کولی شي د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړي. همداشان هغه کس چې د تورکيې د ملي شورا غړى وي او يا هم دغه وړتياوې ولري او د پارلمان د غړي په توګه د ټاکل کېدو وړ وي، لږ تر لږه د سلو زرو تنو په کتبي غوښتنه د ولسمشرۍ لپاره نوماند کیدای شي . رای ورکوونکي د خپل لاسلیک حق نه د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا نوماندي د تصویب شوو نوماندانو ترمنځه یوازې یو تن نوماند لپاره کارولی شي. هغه څوک چې غواړي د رایې ورکوونکو لخوا د ولسمشر لپاره نوماند شي باید ۵۵۵ زره او ۹۸۰ تورکي لیرې د مالیې په خزانه کې د امانت په توګه کیږي او د رسید او عریضې سره د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ته مراجعه وکړي. رایه ورکوونکي به وکولای شي چې د چهار شنبې په ورځ د سهار د اتو بجو او د مارچ په ۲۷ د ماسخوتن د اتو بجو ترمنځ د ولسوالیو د ټاکنو په بورډونو کې لاسلیک ورکړي.