تورکیې د اروپايي ټولنې پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

تورکیې د اروپا د پارلمان  په ودانۍ کې د PKK/PYD/YPG  ترهګرې ډلې د مشرانو او ملاتړو لخوا د تورکیې پر ضد فعالیتونو ترسره کول په کلکه وغندل.

1957015
تورکیې د اروپايي ټولنې پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

تورکیې د اروپا د پارلمان  په ودانۍ کې د PKK/PYD/YPG  ترهګرې ډلې د مشرانو او ملاتړو لخوا د تورکیې پر ضد فعالیتونو ترسره کول په کلکه وغندل.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ټینګار شوی چې د اروپایي ټولنې د تروریستي سازمانونو په لیست شامل  یو ترهګري سازمان ته  د اروپايی ټولنې د پارلمان د ودانۍ په دننه کې د تورکیې د ملي بشپړتیا پر خلاف د یو ترهګریز سازمان د پروپاګند لپاره خدمت  کوونکو دا ډول فعالیتونو ته اجازه ورکول  په هیڅډول و منلو وړ خبره نده.

په خبرپاڼه کې راغلي "دا وضعیت یو ځل بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اروپا د پارلمان دوه مخي او منافقت په ډاګه کوي. زموږ د هېواد د نوم په یادولو سره مشروعیت ترلاسه کولو فعالیت ته اجازه ورکول ، د اروپايي ټولنې د نړیوالو مکلفیتونو سره په ټکر کې عمل دی."

په بیان پدې باندې په تاکید سره چې تورکیه به له تبعیض پرته د ټولو ترهګرو ډلو په وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، یادونه شوې چې د اروپايي ټولنې له بنسټونو او غړيو هیوادونو څخه هیله کیږي چې  ترهګرۍ پر خلاف په مبارزه کې چې نړیوال امنیت ته ګواښ مخامخ کړی دی، د تورکیې ترڅنګ ودریږي.



اړوند خبرونه