په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۴۴۰۰۰ تنو نه واوښته
په تورکیه کې د فبروري په ۶ مه نیټه د رامنځته شوو دوو ډیرو شدیدو زلزلو له امله د مړو شمیرو ۴۴۲۱۸ تنو ته لوړه شوه.
1951304
په تورکیه کې د فبروري په ۶ مه نیټه د رامنځته شوو دوو ډیرو شدیدو زلزلو له امله د مړو شمیرو ۴۴۲۱۸ تنو ته لوړه شوه.
د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې په هیواد کې د فبروري په شپږمه نیټه د رامنځته شوو غبرګو زلزلو په نتیجه کې د رامنځته شوو ځاني تلفاتو وروستي ارقام اعلان کړل.
د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ویلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره ددې زلزلو له امله د مړو شمیره ۴۴۲۱۸ تنو ته لوړه شوه.
د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ویلي دي چې د فبروري د شپږمې نیټې راهیسې ۹۱۳۸ زلزلې او ټکانونه رامنځته شوي دي.