د جرمني د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو په تورګیه کې د رامنځته شوې زلزلې د مرکز نه لیدنه وکړه
د جرمني د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو په تورکیه کې د زلزلو د مرکز قهرمان ماراش ولایت نه لیدنه وکړه
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک او د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر په تورکیه کې د فبروري په شپږمه نیټه رامنځته شوې د ستزو زلزلو چې د پيړۍ د ناورین په توګه ترینه یادونه کیږي د زلزلې د مرکز قهرمان ماراش ولایت د پازارجک ولسوالۍ نه لیدنه وکړه.
بایرباک او فایسر د زلزله ځپلو لپاره جوړ شوو کمپونو کې د زلزله ځپلو او د آلماني داوطلبو ډاکټرانو له خوا د جوړ شوي طبي خدماتو له خیمو څخه هم لیدنه وکړه.
بیرباک او فایسر بیا د ولسوالۍ په مرکز کې له ویجاړو شویو سیمو څخه لیدنه وکړه او خبریالانو ته یې څرګندونې وکړې.
، بیرباک وویل ه چې دوې رامنځته شوی فلاکت او پیښې د نږدې نه د لیدولو لپاره راغلي دي " که چیرې تاسې ددې زلزلې د تخریباتو نه د نږدې نه لیدنه وکړۍ د دې زلزلې ناورین په الفاظو سره بیان ناممکنه."
د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې دوی ولیدل چې دلته نړیوالې مرستې څومره مهمې دي.
بایرباک وویل چې دوی د آلمان حکومت په توګه د خیمو، طبي توکو، خوراکي توکو، کمپلو او جنراتورونو لپاره نورې ۵۰ میلیون یورو چمتو کړي او په دې توګه د زلزله ځپلو سره د آلمان مرستې ۱۰۸ میلیون یورو ته ورسیدې.
بیرباک د دې په ټینګار سره چې دوی د هغو کسانو لپاره چې په آلمان کې خپلوان لري د ویزې پروسه اسانه کړې ده، یادونه وکړه چې په سیمه کې د "ویزې سیار" مرکز شتون لري ترڅو خلک په اسانۍ سره د ویزې غوښتنه وکړي.
د کورنیو چارو وزیر فایسر دا هم وویل چې دوی د زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ او پيوستون لپاره راغلي او دوی نه یوازې غم لیدلی بلکې دا یې هم لیدلي چې مرستې څومره ښه شوي دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله