په تورکیه کې د زلزلې نه ۲۶۱ ساعته وروسته ۲ تنه ژوندي‌ د خاورو لاندې نه راوایستل شول

په تورکیه کې د زلزلې نه وروسته معجزوي‌ ژغورنې دوام لري

1947516
په تورکیه کې د زلزلې نه ۲۶۱ ساعته وروسته ۲ تنه ژوندي‌ د خاورو لاندې نه راوایستل شول

د تورکیې د هاتای ولایت د انتاکیا په ولسوالۍ کې  ۲ تنه د زلزلې د رامنځته کیدو نه ۲۶۱ ساعته وروسته د چپه شوو ودانیو د خاورو او ملبې لاندې نه ژوندي‌ راویستل شول.

په انتاکیا ښار کې  د زلزلې نه ۱۱ ورځې وروسته دوه تنه په معجزوي‌ توګه ژوندي‌ وژغورل شول.

د لټون او ژغورنې پرسونل په انتاکیا ولایت کې د  اکاډمي‌ په نامه د یو روغتون د چپه شوې ودانۍ لاندې ژوندي‌ کسان تثبیت کړل.

د تورکیې د ناورین او یبړنیو حالاتو ادارې ، ځانګړو پولیسو او ژغورنې نورو ډلو په ګډه د ژوندي‌ تثبیت کړو کسانو د ژغورنې په خاطر عملیات پیل کړل.

د لټون او ژغورنې ډلو لومړی محمد علي‌ شاکر اوغلو او وروسته مصطفی اوجي‌ سره تماس ټینګ کړ.

همداشان د ژغورنې ډلو لومړی شاکر اوغلو او وروسته مصطفی اوجي‌ د خاورو لاندې نه ژوندي‌ راوایستل.

دې معجزوي‌ ژغورنې د ټولو په ټپي‌ زړونو د مرحم پټۍ ولګولې. همداشان ددینه مخکې د ژغورنې ډلو په قهرمان ماراش ولایت کې  یوه میرمن د زلزلې نه ۲۵۸ ساعته وروسته ژوندۍ ژغورلې وه.


پيوندونه: #زلزله , #تورکیه

اړوند خبرونه