په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۳۱۹۷۴ تنو ته لوړه شوه.

د تورکیې  ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې په هیواد کې  د زلزولو په  نتیجه کې د رامنځته شوو ځاني‌ تلفاتو د وروستیو ارقامو په اړه معلومات ورکړل.

1946355

ناورین او د بیړنیو حالاتو ادارې ویلي دي چې له بده مرغه په هیواد کې د رامنځته شوې زلزلې له امله  زمونږ ۳۱ زره او ۹۷۴تنو هیوادوالو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د هیواد او نړۍ د څلورو ګوډونو نه  په لسګونو زره  د لټون او ژغورنې پرسونل زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او لټون په عملیاتو کې بوخت دي.

د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ویلي دي چې د فبروري د شپږمې نیټې د دوو سترو زلزلو نه وروسته ۳۱۷۰ نورې زلزلې او ټکانونه رامنځته شوي دي.

همداشان تر ۲۰۰ زرو تنو ډیر زلزله ځپلې نورو ولایتونو ته انتقال شوي دي.

دم ګړۍ څه باندې ۲۵۰ زرو تنه د ژغورنې پرسونل په سیمه کې د لټون او ژغورنې عملیاتو کې برخه لري. د ژغورنې او لټون عملیات دوام لري.

پيوندونه: #زلزله , #تورکیه

اړوند خبرونه