په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۳۱۶۴۳ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۸۰۲۷۸ تنو لوړه شوه.

په تورکیه کې د زلزلې نه وروسته پیل شوي د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري

1945785
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۳۱۶۴۳ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۸۰۲۷۸ تنو لوړه شوه.

په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۳۱۶۴۳ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۸۰۲۷۸ تنو لوړه شوه.

د تورکیې  ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې په هیواد کې  د زلزولو په  نتیجه کې د رامنځته شوو ځاني‌ تلفاتو د وروستیو ارقامو په اړه معلومات ورکړل.

ناورین او د بیړنیو حالاتو ادارې ویلي دي چې له بده مرغه په هیواد کې د رامنځته شوې زلزلې له امله  زمونږ ۳۱ زره او ۶۴۳ تنو هیوادوالو ژوند د لاسه ورکړی او ۸۰۲۷۸ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د هیواد او نړۍ د څلورو ګوډونو نه  په لسګونو زره  د لټون او ژغورنې پرسونل زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او لټون په عملیاتو کې بوخت دي.

د تورکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای وویل چې  په زلزله ځپلو سیمو کې د لټون او ژغورنې چارې د خپل ټول شدت سره دوام لري.

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي دي چې نږدې ۱۰ زره تنه بهرني مرستندویان د ځايي مرستندویانو او ژغورنې د پرسونل سره مرسته کوي


پيوندونه: #زلزله , #تورکیه

اړوند خبرونه