په تورکیه کې د ژغورنې ډلو د زلزلې نه ۱۷۰ ساعته وروسته یوه میرمن د چپه شوې ودانۍ لاندې ژوندۍ راویستله
په تورکیه کې د سترو زلزلو نه وروسته چپه شوو ودانیو لاندې نه د خلکو د ژغورولو په خاطر هلې ځلې دوام لري.
په تورکیه کې د سترو زلزلو نه وروسته چپه شوو ودانیو لاندې نه د خلکو د ژغورولو په خاطر هلې ځلې دوام لري. د ویلو ده دا زلزله چې په لسو ولایتونو کې رامنځته شوې وه مرکز يي د قهرمان ماراش ولایت وو.
د ویلو ده چې د چپه شوو ودانیو او خاورو لاندې نه د هر تن ژوندي ژغورل د تورکیې په ټپي زړه د مرحم پټۍ لګوي.
همداشان د ژغورنې د روانو چارو په ترڅ کې د غازي انتپ په ولایت کې د زلزلې د رامنځته کیدو نه ۱۷۰ ساعته وروسته یوه ۴۰ کلنه میرمن ژوندۍ وژغورل شوه.
۴۰ کلنه سیبل قایا چې ۱۷۰ ساعته د چپه شوې ودانۍ لاندې بنده پاتې وه ژوندۍ وژغورل شوه.
د اډیمان په بیسني ولسوالۍ کې، ۶۰ کلن ایرنګول اوندر له ۱۶۶ ساعتونو وروسته وژغورل شو . همداشان لس کلنه اسیما بالتاجي په ادیمان کې ۱۵۸ ساعته وروسته وژغورل شوه.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.