ولسمشر اردوغان د زلزله ځپلو سیمو نه د لیدنو پر چوکاټ کې د دیاربکر ولایت نه لیدنه وکړه.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د زلزله ځپلو سیمو نه د لیدنو پر چوکاټ کې د دیاربکر ولایت نه لیدنه وکړه.

1945228
ولسمشر اردوغان د زلزله ځپلو سیمو نه د لیدنو پر چوکاټ کې د دیاربکر ولایت نه لیدنه وکړه.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د زلزله ځپلو سیمو نه د لیدنو پر چوکاټ کې د دیاربکر ولایت نه لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان د زلزله ځپلو سره د لیدنې  نه وروسته په خبري‌ غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان د زلزلې په نتیجه کې د رامنځته شوو ځاني‌ تلفاتو د وروستیو ارقامو په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشر اردوغان وویل چې په ډیرې خواشینۍ سره د ځاني‌ تلفاتو شمیره ۲۱ زره او ۴۳ تنو او د ټپیانو شمیره ۸۰۰۹۷ تنو ته رسیدلې ده .

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی به د زلزلې له امله ویجاړ شوي سلګونه زره کورونه هر څه ژر جوړ کړي او هغه ښارونه به بیا جوړ کړي چې ویجاړ شوي دي.

 

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  په دیار بکر کې  د زلزله ځپلو د کمپ نه د لیدنې نه وروسته وکړې.  ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې

 

" په تورکیه کې د فبروري‌ په ۶ مه نیټه د دوشنبې په ورځ د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ او ۷ عشاریه ۶ په لویوالي‌ سره رامنځته شوو زلزلو شدت او لویوالی په تورکیه کې په ۱۹۹۹ کال کې د رامنځته شوې زلزلې د شدت په پرتله درې برابره شدیده او لویه او ویجاړونکې وه.

دا زلزله زمونږ په هیواد کې  د وروستۍ پيړۍ تر ټولو ستره او ویجاړونکې زلزله وه.

"د نړۍ مخکښ ساینس پوهان هم د زلزلې د شدت او ویجاړتیا په اړه موافق دي چې زموږ هیواد کې رامنځته شوې. دغې زلزلې چې د پېړۍ ناورین بلل کېږي، په ۵۰۰ کیلومترۍ کې یې ویجاړۍ رامنځ ته کړې، که څه هم شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره سیمه کې احساس شوې ده.

 

اردوغان په دې خبرې په ټینګار سره چې په ځینو ښارونو کې د لټون او ژغورنې چارې بشپړې شوي او په نورو کې کار په چټکۍ سره دوام لري .په کومو ولایتونو او سیمو کې چې د لټون او ژغورنې چارې بشپړې شوي‌ وي‌ د هغه سیمو د لټون او ژغورنې پرسونل نورو سیمو ته چې د ژغورنې او لټون چارې پکې دوام لري‌ استول کیږي.

 

" انشاالله  چې دلته به د لټون او ژغورنې چارې په ډیرې چټکتیا سره پایته ورسو. زمونږ هیڅ کوم هیواد به که مړ وي‌ او که ژوندی د خاورو لاندې پرینږدو. انشاالله چې ټول به وژغورو.  همداشان د لټون او ژغورنې د چارو د پایته رسیدو نه وروسته به د چپه شوو ودانیو خاورې او ملبه اوچته شي او هر څه ژر به د نوو کورونو په جوړولو لړۍ پيل کړي. پدې ښارونو کې به ویجاړې شوې ټولې ودانۍ او زیربناګانې هر څه ژر جوړ کړو. ولسمشر اردوغان د هیوادوالو نه غوښتنه وکړه چې اندیښنه نه کوي‌ او پر دوې پوره باور وکړي. ټول ښارونه به انشاالله چې له سره جوړ کړي.  

 

ولسمشر د دې په ټینګار سره چې دوی د دولت ټول امکانات سفر بر کړي‌ دي‌ او زیاته کړه چې "موږ  به خپل یو تن وګړی په فقر، بې وزلۍ او سړکونو کې  پرینږدو.

همداشان ولسمشر اردوغان وویل چې په هیواد کې ټولو پوهنتونونو درسونو ځنډول شوي‌ دي او لیلې د زلزله ځپلو په اختیار کې ورکړ شوی دی.

 



اړوند خبرونه