په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۲۰۲۱۳ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۸۰۰۱۲ تنو لوړه شوه.

په تورکیه کې د لټون او ژغورنې چارې دوام لري

1945070
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۲۰۲۱۳ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۸۰۰۱۲ تنو لوړه شوه.

په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۲۰۲۱۳ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۸۰۰۱۲ تنو لوړه شوه.

د تورکیې  ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې په هیواد کې  د زلزولو په  نتیجه کې د رامنځته شوو ځاني‌ تلفاتو د وروستیو ارقامو په اړه معلومات ورکړل.

ناورین او د بیړنیو حالاتو ادارې وویل چې له بده مرغه پدې زلزله کې زمونږ ۲۰ زره او ۲۱۳ تنو هیوادوالو ژوند د لاسه ورکړی او ۸۰۰۱۲ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د هیواد او نړۍ د څلورو ګوډونو نه  په لسګونو زره  د لټون او ژغورنې پرسونل زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او لټون په عملیاتو کې بوخت دي.

همداشان د ژغورنې او لټون د عملیاتو په ترڅ کې نن یو زیات شمیر کسان د زلزلې نه پوره پنځه ورځې وروسته د خاورو لاندې نه ژوندي‌ راوایستل.

د ویلو ده  چې د نړۍ د ګوټ ګوټ نه د ژغورنې او لټون ډلې د خپلو پرمختللو ماشین آلاتو او ټکنالوژیکو توکو سره تورکیې ته راغلي او د خاورو لاندې نه ژوندي‌ پاتې کسان ژغورلي.

د پولنډ نه راغلې یوې ډلې یوه میرمن د زلزلې د رامنځته کیدو نه ۱۱۵ ساعته وروسته ژوندۍ راویستله


پيوندونه: #زلزله , #تورکیه

اړوند خبرونه