په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۸۳۴۲ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۷۴۲۴۲ تنو لوړه شوه.
د تورکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای په هیواد کې د زلزولو په نتیجه کې د اوښتو ځاني تلفاتو د وروستیو ارقامو په اړه معلومات ورکړل.
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۸۳۴۲ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۷۴۲۴۲ تنو لوړه شوه.
د تورکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای په هیواد کې د زلزولو په نتیجه کې د اوښتو ځاني تلفاتو د وروستیو ارقامو په اړه معلومات ورکړل.
اوکتای وویل چې له بده مرغه پدې زلزله کې زمونږ ۱۸ زره او ۳۴۲ تنو هیوادوالو ژوند د لاسه ورکړی او ۷۴۲۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د تورکیې د ولسمشر مرستیال وویل چې دم ګړۍ ۲۹۶۲۲ د ژغورنې او لټون ډلې په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او لټون په عملیاتو بوختي دي.
د هیواد او نړۍ د څلورو ګوډونو نه په سلګونو زره د لټون او ژغورنې پرسونل زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او لټون په عملیاتو کې بوخت دي.
هغه وویل چې د ژغورنې او لټون د پرسونل د جمع نه ۶۴۷۹ تنه يي د بهرنیانو هیوادونو نه راغلي مرستندویان دي. هغه د ۷۵ هیوادونو تورکیې ته د مرستندویانو د رالیږولو له امله مننه وکړه.
د فبروري په ۶ مه نیټه د سترو زلزولو نه وروسته څه باندې ۱۴۰۰ زلزلو ټکانونه رامنځته شوي دي چې شدت يي د ۶عشاریه ۵ پورې وو.
د بله پلوه ولسمشر اردوغان وویل چې د الله په مرسته به انشاالله د یو کال په څیر په لنډه موده کې په لسو ولایتونو کې زلزله ځپلو هیوادوالو ته نوي کورونه جوړ کړو او ټول مشکلات به يي حل کړو. همداشان په لومړي پړاو کې هر زلزله ځپلي کورنۍ نه ۱۰ زره تورکي لیرې ورکړل شي.
ولسمشر اردوغان د غازي انتپ ولایت نه وروسته د عثمانیه ولایت نه لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان دلته هم د زلزله ځپلو نه لیدنه وکړه او هغوې ته ډاډګیرنه ورکړه چې اندیښنه نه کوي، تورکیې حکومت د خپلو ټولو امکاناتو سره ددوې ترڅنګ دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله