په تورکیه کې د رامنځته شوې زلزلې نه ۱۰۱ ساعته وروسته هم ځیني کسان ژوندي ژغورل شوي دي

په تورکیه کې په لسګونو زره د لټون او ژغورنې ډلې د خاورو لاندې نه د خلکو د ژوندي ژغورولو لپاره کار کوي

1944717
په تورکیه کې د رامنځته شوې زلزلې نه ۱۰۱ ساعته وروسته هم ځیني کسان ژوندي ژغورل شوي دي

په سلګونو ژغورونکې ډلې او زرګونه رضاکاران د فبرورۍ په شپږمه  د تورکیې په لسو ولایتونو کې رامنځته شوې زلزلې چې مرکز يي قهرامانماراش  ولایت وو له خاورو لاندې د د ژوندي کسانو د ژغورولو سره  خلکو ته د ښه خبر د ورکولو لپاره کار کوي .

سره ددې چې ددې زلزلې نن پنځمه ورځ ده خو اوس هم ځیني ، معجزوي خبرونه د کنډوالو  څخه راځي چې زمونږ هیلې او امیدونه ژوندي ساتي.

د هاتای په انتاکیا ولسوالۍ کې، د زلزلې څخه ۱۰۱ ساعته وروسته، ۳۰ کلن حکمت یاغیت  باش ژوندی وموندل شو او وژغورل شول. همداشان  د زلزلې نه ۱۰۱  ساعته وروسته په دیاربکر ولایت کې هم  مور او زوی یې د چپه شوې ودانۍ لاندې نه ژوندې وژغورل شول.

 

په قهرامانماراش کې، یو سړی له ۹۹  ساعتونو وروسته ژغورل شوی، په هاتای کې یو سړی له ۹۸ ساعتونو وروسته، او یو یونیم کلن ماشوم سیلا او د هغه د کورنۍ ۴غړي ۹۶ ساعته وروسته ژغورل شوي. په هتای کې، لس ورځنی ماشوم او د هغې مور د زلزلې ۹۰ ساعته وروسته له خاورو څخه ژغورل شوي.

۱۷ کلن عدنان کورکوټ چې په غازیانتیپ کې تر خاورو لاندې و، ۹۴ ساعته وروسته وژغورل شو.


پيوندونه: #زلزله , #تورکیه

اړوند خبرونه