په تورکیه کې د پیړۍ تر ټولو د سترو زلزلو نه وروسته نړۍوالې ټولنې تورکیې ته د مرستو لاس اوږد کړی

د فبروري په شپږمه په تورکیه کې د دوو سترو زلزلو نه وروسته یو زیات شمیر هیوادونو تورکیې ته د مرستې لاس اوږد کړ او مرستو ته دوام ورکوي.

1944681
په تورکیه کې د پیړۍ تر ټولو د سترو زلزلو نه وروسته نړۍوالې ټولنې تورکیې ته د مرستو لاس اوږد کړی

د فبروري په شپږمه په تورکیه کې د دوو سترو زلزلو نه وروسته یو زیات شمیر هیوادونو تورکیې ته د مرستې لاس اوږد کړ او مرستو ته دوام ورکوي.

اذربایجان چې مخکې یې د لټون او ژغورنې ډلې استولې تر زرو زیاتې خیمې او ۴۰۰ برقي بخارۍ تورکیې ته رالیږلي دي.

په داسې حال کې چې متحده عربي اماراتو په تورکیه او سوریه کې د زلزله ځپلو لپاره ۲۲ الوتکې چې ۶۴۰ ټنه مرستندویه توکي پکې بار ول رالیږلي دي، د متحده عربي اماراتو د ولسمشر محمد بن زاید مور شیخه فاطمه بنت مبارک، د تورکیې او سوریې د زلزله ځپلو لپاره سره د ۱۳میلیونه او ۶۰۰ زرو  ډالرو مرسته اعلان کړه.

اسپانیا په زلزله ځپلې  سیمه کې یو ساحوي روغتون جوړ کړی دی،  یونان تورکیې ته د بیړني اکمالاتو او روغتیایی توکو په ګډون د مرستو لیږلو بهیر ته دوام ورکوي.

د آلمان په کولون ښار کې راټول شوي ۱۲۰ ټنه مرستندویه مواد د ۶ لاریو کاروان سره د زلزلې ځپلو سیمو ته د رسولو په موخه  حرکت کړی دی.

د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د تورکیې د اتباعو او اتحادیو لخوا راټول شوي مرستې لومړۍ کارګو الوتکه راورسیده.

پداسې حال کې چې د فلسطین لخوا لیږل شوي مرستندویه ډله تورکیې او سوریې ته ورسیده، ارجنټاین د لټون او ژغورنې ۲۸کسیزه ډله تورکیې ته واستوله او بیلاروس دویمه ډله تورکیې ته واستوله چې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي.

قرغزستان اعلان وکړ چې له زلزلې وروسته به د هغو قرغزستاني ټیمونو شمېر زیات شي چې د لټون او ژغورنې چارې پرمخ وړي او یو ساحوي روغتون، خیمې او طبي توکي به ولېږدوي.

نړیوال بانک اعلان وکړ چې د تورکیې لپاره به ۱ میلیارد ۷۸۰ میلیونه ډالره او د امریکا اعلان وکړ چې  د تورکیې او سوریې سره  ۸۵ میلیونه ډالره اضافي مرسته وکړي

د آلمان د بایو ټیکنالوژۍ شرکت BioNTech په تورکیه او سوریه کې د بشردوستانه مرستو په برخه کې د مرستې لپاره ۱ میلیون یورو مرسته اعلان کړه  او بوینګ  شرکت بیا په تورکیه کې د پیړۍ د زلزلې ناورین وروسته د مرستې او ژغورنې هڅو د ملاتړ لپاره د تورکیې سرې میاشتې سره ۵۰۰ زره ډالر مرسته وکړه.

کویت هم له زلزله ځپلو سیمو سره د ۱۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د پاکستان او مالدیف  جمهوریت اړوند د ګاګواز خپلواکه ادارې  په تورکیه کې د زلزلې ځپلو خلکو لپاره د مرستې کمپاین پیل شو.



اړوند خبرونه