تورکیه کې د زلزلې نه وروسته د چپه شوو ودانیو لاندې نه د هر تن ژوندي ژغورل هیلې او امیدونه تازه کوي

په تورکیه  د فبرورۍ په شپږمه په لسو ولایتونو کې د رامنځته شوې زلزلې نه وروسته په زرګونو تنه د ژغورنې او لټون دلې او رضاکاره پرسونل  د چپه شوو ودانیو له خاورو لاندې د ښه خبر او بندو پاتو انسانانو د ژغورولو په خاطر پرته د ځنډه کار کوي.

1944176
تورکیه کې د زلزلې نه وروسته د چپه شوو ودانیو لاندې نه د هر تن ژوندي ژغورل هیلې او امیدونه تازه کوي
Deprem.jpg
suriye deprem.jpg
malatya deprem.jpg
49 saat sonra umut dolu gelişme.jpg
deprem kurtarma.jpg
deprem kurtarma.jpg
deprem kurtarma.jpg
deprem bebek.jpg
hatay deprem.jpg
gaziantep deprem.jpg
kahramanmaras deprem.jpg

په تورکیه  د فبرورۍ په شپږمه په لسو ولایتونو کې د رامنځته شوې زلزلې نه وروسته په زرګونو تنه د ژغورنې او لټون دلې او رضاکاره پرسونل  د چپه شوو ودانیو له خاورو لاندې د ښه خبر او بندو پاتو انسانانو د ژغورولو په خاطر پرته د ځنډه کار کوي.

سره ددې چې ددې زلزلې نن څلورمه ورځ ده خو اوس هم د نړېدولو ودانیو د خاورو او ګټو لاندې نه د هیلو او امیدونو ژوندي کوونکي خبرونه او زیري ورکول کیږي.

په غازي انتپ ولایت کې د زلزلې د رامنځته کیدو نه ۷۶ ساعته وروسته  د ژغورنې ډلې د ایرسین او مصطفی او د هغوې پلار درې تنه د چپه شوو ودانیو د خاورو د لاندې نه ژوندي وژغورل.

همداشان  قهرامان ماراش ولایت کې د زلزلې د رامنځته کیدو نه ۷۲ ساعته وروسته ۷۲ کلن اسماعیل التنولوک ، ۷۳ ساعته وروسته د یو تن درې کلن ماشوم په ګډون درې کسیزه کورنۍ ، ۷۰ ساعته وروسته یو ۴۹ کلن دوران شکر او ۶۸ ساعته وروسته یوه ۸۰ کلنه میرمن ژوندۍ وژغورل شوه.  همداشان د دیاربکر ولایت په بغلر ولسوالۍ کې هم یوه ښځه ۷۲ ساعته ورسته د چپه شوي  ودانۍ  لاندې نه ژوندۍ وژغورل شوه.

همداشان په هتای ولایت کې د زلزلې د رامنځته کیدو نه ۶۷ ساعته وروسته دوه تنه بهرني اتباع چې یو ماشوم ول د چپه شوې ودانۍ لاندې نه ژوندي وژغورل شول.

همداشان له زلزلې ۶۸ ساعته وروسته د ۳ ماشومانو په ګډون ۶ تنه د خاورو لاندې نه  ژوندي را وایستل شول. . له زلزلې ۶۶ ساعته وروسته یو ۷ میاشتنی ماشوم هم له چپه شوې ودانۍ لاندې نه ژوندي وژغورل شو.

همداشان په ادیمان ولایت کې هم د زلزلې نه  ۶۵ ساعته وروسته یوه مور د دوو لوڼو سره د چپه شوې ودانۍ لاندې نه ژوندي راوایستل شول. په شانلي اورفا ولایت کې بیا ۶۹ ساعته وروسته یوه میرمن ژوندۍ د خاورو لاندې نه راوایستل شوه.

دا ژغورنې او زیري په سیمه کې د هغه انسانانو چې د خپلو کورنیو د غړیو او خپلوانو په لټه کې دي امیدونه او هیلې زیاتوي.


پيوندونه: #زلزله , #تورکیه

اړوند خبرونه