تورکیې د فرانسې د مشرانو جرګې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

تورکیه : په تاریخي مسایلو کې مونږ د چا نه درس اخیستو ته اړتیا نلرو

1944140
تورکیې د فرانسې د مشرانو جرګې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

تورکیې د فرانسې د سنا مجلس لخوا  د اشوریانو او کلدانیانو په اړه تصویب شوې پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د  تورکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، سفیر تانژو بیلګیچ، د عثماني دورې په اړه د اشوریانو او کلدانیانو په اړه د فرانسې په سنا کې د تورونو په اړه چې قانوني او تاریخي اساس نلري غبرګون وښود.

بیلګیچ پدې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ، تورکیه په تاریخي مسئلو کې د هیچا نه درس اخیستو  ته اړتیا نلري.

بیلګیچ وویل: "دا بې بصیرته هڅه چې هیڅ قانوني او تاریخي اساس نلري ، د فرانسې د مشرانو جرګې د بدنامۍ نه پرته بل هیڅ کومه ګټه نکوي او یا د جدي نیولو کوم اړخ نلري.

د فرانسې د سنا مجلس نورو ته د تاریخ په برخه کې د درس ورکولو پر ځای باید لومړی خپل تاریخ ته لنډه کتنه وکړي. لومړی باید خپل ځان په آینه کې وګوري.



اړوند خبرونه