په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۷۶۷۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۷۲۸۷۹ تنو لوړه شوه.
په تورکیه کې د زلزلې نه وروسته د پلټنې او ژغورنې عملیات دوام لري
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۷۶۷۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۷۲۸۷۹ تنو لوړه شوه.
د تورکیې ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې په هیواد کې د زلزولو په نتیجه کې د ځاني تلفاتو د وروستیو ارقامو په اړه معلومات ورکړل.
ناورین او د بیړنیو حالاتو ادارې وویل چې له بده مرغه پدې زلزله کې زمونږ ۱۷ زره او ۶۷۴ تنو هیوادوالو ژوند د لاسه ورکړی او ۷۲۸۷۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د تورکیې د ولسمشر مرستیال وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۱ تنه وګړي د چپه شوو ودانیو لاندې نه ژوندي ژغورل شوي دي.
د هیواد او نړۍ د څلورو ګوډونو نه په سلګونو زره د لټون او ژغورنې پرسونل زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او لټون په عملیاتو کې بوخت دي.
د فبروري په ۶ مه نیټه د سترو زلزولو نه وروسته څه باندې ۱۴۰۰ زلزلو ټکانونه رامنځته شوي دي چې شدت يي د ۶عشاریه ۵ پورې وو.
د بله پلوه ولسمشر اردوغان وویل چې د الله په مرسته به انشاالله د یو کال په څیر په لنډه موده کې په لسو ولایتونو کې زلزله ځپلو هیوادوالو ته نوي کورونه جوړ کړو او ټول مشکلات به يي حل کړو. همداشان په لومړي پړاو کې هر زلزله ځپلي کورنۍ نه ۱۰ زره تورکي لیرې ورکړل شي.
ولسمشر اردوغان د غازي انتپ ولایت نه وروسته د عثمانیه ولایت نه لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان دلته هم د زلزله ځپلو نه لیدنه وکړه او هغوې ته ډاډګیرنه ورکړه چې اندیښنه نه کوي، تورکیې حکومت د خپلو ټولو امکاناتو سره ددوې ترڅنګ دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله