په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۶۲۳۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۳۷۰۱۱ تنو لوړه شوه.

په تورکیه کې د پلټنې او ژغورنې عملیات دوام لري

1943536
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۶۲۳۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۳۷۰۱۱ تنو لوړه شوه.

په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۶۲۳۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۳۷۰۱۱ تنو لوړه شوه.

د تورکیې  د ناورین او د  بیړنیو حالاتو ادارې  د ځاني‌ تلفاتو د وروستیو ارقامو په اړه معلومات ورکړل. د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ویلي‌ چې  د هیواد په لسو ولایتونو کې د ريښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ په لویوالي‌ سره د رامنځته شوو دوو جلا جلا زلزلو نه وروسته  د پلټنې او ژغورنې‌ چارې دوام لري.

زلزله ځپو سیمو ته د مځکې او هوا له لارې مرستندویه ډلې رسیدلي‌ او را روانې دي.

د ژغورنې او پلټنې عملیات  د خپل ټول شدت سره دوام لري.

په سیمه کې د زلزله ځپلو کورنیو د سرپناه لپاره ۵۰۸۱۸ کورنۍ خیمې جوړې شوې.

۷۹ زره ۱۱۰ د لټون او ژغورنې پرسونل په ساحه کې کار کوي.

ټول ۵۴۰۲ وسایط، په عمده توګه بیلدوزرونه، ګریډرونه، کرینونه، لارۍ او ډول ډول ساختماني تجهیزاتو باندې سمبال وسایط په زلزله ځپلو سیمو کې  کار کوي.

د هیواد د سمندري ځواکونو لخوا  سیمې ته د پرسونل، موادو او زلزله ځپلو د تخلیې په موخه لس کښتۍ استول شوي دي. همداشان د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د ولسمشرۍ ماڼۍ اړوند دوه ځانګړې الوتکې هم سیمې ته د موادو او زلزله ځپلو سیمو نه د خلکو د تخلیې په خاطر په دنده ګمارل شوي دي.

د هوا د شرایطو د ښه کیدو نه وروسته چورلکو هم سیمې ته د پرسونل  او اړینو موادو د انتقال او سیمې نه د خلکو د تخلیې په خاطر الوتنې پيل کړي دي.


پيوندونه: #زلزله , #تورکیه

اړوند خبرونه