د نړۍ د ګوټ ګوټ نه تورکيې د ژغورنې او لټون مسلکي ډلې راروانې دي

په تورکیه کې د دوو غبرګو  زلزلو  له امله چې لس ولایتونه یې اغیزمن کړي، ډیری هیوادونو د لټون او ژغورنې په برخه کې تورکیې ته د مرستې لاس اوږد کړی دی.

1943611
د نړۍ د ګوټ ګوټ نه تورکيې د ژغورنې او لټون مسلکي ډلې راروانې دي
deprem uluslararasi yardim (21).jpg
deprem uluslararasi yardim (13).jpg
deprem uluslararasi yardim (12).jpg
deprem uluslararasi yardim (9).jpg
deprem uluslararasi yardim (8).jpg
deprem uluslararasi yardim (14).jpg
deprem uluslararasi yardim (10).jpg
deprem uluslararasi yardim (17).jpg
deprem uluslararasi yardim (15).jpg
deprem uluslararasi yardim (4).jpg
deprem uluslararasi yardim (2).jpg
deprem uluslararasi yardim (5).jpg
deprem uluslararasi yardim (6).jpg
deprem uluslararasi yardim (7).jpg
deprem uluslararasi yardim (1).jpg
azerbaycan arama kurtarma.jpg
arama kurtarma ekibi3.jpg
arama kurtarma ekibi.jpg
arama kurtarma ekibi1.jpg
arama kurtarma ekibi2.jpg

په تورکیه کې د دوو غبرګو  زلزلو  له امله چې لس ولایتونه یې اغیزمن کړي، ډیری هیوادونو د لټون او ژغورنې په برخه کې تورکیې ته د مرستې لاس اوږد کړی دی.

اذربایجان لومړنی هېواد و چې د څلورمې درجې د خبرداري له اعلان وروسته یې د لټون او ژغورنې ډلې ته راولیږلې.

اذربایجان څه باندې ۴۰۰ د لټون او ژغورنې پرسونل تورکیې ته رالیږلي او د ژغورنې  په هڅو کې بوخت دي.

په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالتونو د ۱۶۱ کسیز د ژغورنې د مسلکي ټیم د رالیږولو نه خبر ورکړی دی  ، مکسیکو ویلي دي چې ۱۴۵ کسیز د ژغورنې او پلټنې ټیم يي د تورکیې پر لورې حرکت کړی دی. السلوادور هیواد هم تورکیې ته د ۱۰۰ تنو مرستندویه ډلې د لیږولو نه خبر ورکړی دی.

د اروپایی ټولنې کمیسیون لخوا د خپور شوي بیان له مخې ، د اروپایی ټولنې د ملکي محافظت میکانیزم په چوکاټ کې تر دې دمه ۳۰ د لټون او ژغورنې ټیمونه او روغتیايي ټیمونه تورکیې ته استول شوي یا لیږل کیږي. د ویلو ده چې پدې ډلو کې  د  ۱۲۰۰  د لټون او ژغورنې پرسونل ، ۷۹ د پلټنې او ژغورنې مسلکي سپي شتون لري. دا پرسونل د اروپايي ټولنې د ۱۹ غړیو هیوادونو او مونتینګرو او البانیا نه تورکيې ته راستول شوي دي.

انګلستان هم راپور ورکړی چې تورکیې ته یې د لټون او ژغورنې ۷۷ متخصصین، عصري وسایل او د لټون سپي استولي دي.

یونان د ژغورنې او پلټنې ۲۱ کسیزې ډلې  او اسپانیا  به د ۹۰ کسیزې یوې  مسلکي ډلې د استولو نه خبر ورکړی دی.  د ځینو اروپایي هیوادونو څخه د لیږل شویو کسانو شمیر په لاندې ډول دی:

"فرانسه  ۱۳۹ تنه ،  اتریش ۱۰۵، سویس ۸۰، مالټا ۳۲، بلغاریا ۵۹، کوسوو ۳۰، هنګري ۱۰۱، کروشیا ۴۰، بوسنیا او هرزیګوینا ۱۷، سربیا ۲۷، البانیا ۵۳ تنه ."

ناټو اعلان وکړ چې د سویډن او فنلینډ په ګډون د ناټو له ۲۰ څخه زیاتو متحدینو او شریکانو څخه ۱۴۰۰ څخه ډیر بیړني غبرګون پرسونل تورکیې ته لیږلی او په دنده ګمارل شوي دي.

روسیې ۱۴۷ تنه، له مالدیف ۵۵ تنه، له پولنډ ۷۶ تنه، چک جمهوریت څخه ۶۸ تنه،  ګرجستان ۶۰ تنه، کویټ ۴۵ تنه ، له تونس څخه ۴۱ تنه او له  اوکراین څخه ۸۷ تنه مسلکي د ژغورنې او پلټنې پرسونل ته تورکیې ته رالیږل شوي دي.

قزاقستان چې د لټون او ژغورنې ۴۱ کسیزه ډله استولې او اعلان کړی  چې دوی به په عاجله توګه د ۱۰۰ کسانو او یو میلیون ډالرو په مرسته دوهمه ډله تورکیې ته واستوي.

د چین د لټون، ژغورنې او روغتیا ملاتړي افسرانو ۸۲ کسیزه ډله تورکيې ته رارسیدلې ده.

ایران ۱۰، جاپان ۱۸، مالیزیا ۷۵، هند او پاکستان هر یو ۵۰، له تایوان څخه ۴۴او  سویلي کوریا څخه ۱۱۰ تنه مرستندویه او د پلټنو او ژغورنې مسلکي پرسونل تورکېې ته راستولو نه خبر ورکړی دی.

د شمالي قبرس تورکي جمهوریت اعلان وکړ چې د زلزلې ځپلو ښارونو ته یې یوه ۲۰۰ کسیزه ډله استولې ده .

همداشان اسرائیل دوه الوتکې چې یوه کې ۱۶۷ تنه مرستندویه پرسونل وو او بله کې مرستې بار وې د ادانا ولایت ته رسیدلي دي. همداشان لبنان ۷۲ تنه او لیبیا څخه هم ۵۵ تنه مرستندویان تورکیې ته رارسیدلي دي.

ددې هیوادونو نه د راغلو د ژغورنې او پلټنو ډیری مسلکي پرسونل سره مسلکي سپي هم ملګرتیا کوي. په همدې حال کې ایران له زلزله ځپلو سیمو سره د مرستې په موخه د خیمو او خوراکي توکو په شان موادو سره یوه مرستندویه الوتکه تورکیې ته استولې ده.

د ایټالیا د ملکي دفاع او سمندري پالیسیو وزیر نیلو موسومیسي وویل چې یو صحرا روغتون او ددې هیواد د سمندري ځواکونو اړوند یوه مرستندویه کښتۍ به هم تورکیې ته واستوي.

وینزویلا همداشان اعلان وکړ چې د ۵۰ کسانو د لټون او ژغورنې ډله به تورکیې او سوریې ته د درملو او خوراکي توکو سره ولیږي.

متحده عربي اماراتو د زلزلې ځپلو سیمو لپاره د ۵۰ میلیون ډالرو مرستې پریکړه کړې، کاناډا ویلي چې په تورکیه او سوریه کې د زلزله ځپلو د اړتیاو لپاره به ۱۰ میلیون ډالر چمتو کړي.



اړوند خبرونه