په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۵۴۳۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۳۱۷۷۷ تنو لوړه شوه.

په تورکیه کې پداسې حال کې چې د زلزلې د رامنخته کیدو نه ۴۴ ساعته تیریږي اوس هم د چپه شوو ودانیو لاندې کسان ژوندي‌ ژغورل کیږي

1943400
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۵۴۳۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۳۱۷۷۷ تنو لوړه شوه.

په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۵۴۳۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۳۱۷۷۷ تنو لوړه شوه.

د تورکیې  د ناورین او د  بیړنیو حالاتو ادارې  د ځاني‌ تلفاتو د وروستیو ارقامو په اړه معلومات ورکړل. د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ویلي‌ چې  د هیواد په لسو ولایتونو کې د ريښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ په لویوالي‌ سره د رامنځته شوو دوو جلا جلا زلزلو نه وروسته  د پلټنې او ژغورنې‌ چارې دوام لري.

زلزله ځپو سیمو ته د مځکې او هوا له لارې مرستندویه ډلې رسیدلي‌ او را روانې دي.

د ژغورنې او پلټنې عملیات  د خپل ټول شدت سره دوام لري.

د ویلو ده چې پرون د غرمې په یو بجه او ۲۵ دقیقو په قهرمان ماراش ولایت کې یو ځل بیا د ۷ عشاریه ۶ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوه.

دې زلزلې هم  ځیني‌ تخریبات رامنځته کړي‌ دي.

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان  نن وویل چې "اوس مهال زمونږ ۵۳۳۱۷ د لټون او ژغورنې پرسونل د کنډوالو په سیمه کې کار کوي. د هر ساعت په تیریدو سره دا شمیر د تورکیې او بهر څخه د نوو ټیمونو د راتلو سره لوړیږي."

"زمونږ ژاندارم ځواکونه  د زرګونو تنو پرسونل  او ۲۶ کارګو الوتکو او زمونږ د ساحل د امنیت ګارډ  قوماندې د خپلو  لویو او ګړندیو  کښتیو سره د پیښې په سیمو کې په دنده ګمارل شوي او دنده اجراء کوي. نږدې ۱۰۰۰ امبولانسونه ، ۲۴۱ ملي روغتیايي د ژغورنې  ټیمونه او ۲ امبولانس چورلکې او ۵ زره روغتیايي پرسونل سره  سیمې ته لیږدول شوي دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ، مونږ  ته تر اوسه له ۷۰ بېلابېلو هېوادونو او ۱۴ نړیوالو سازمانونو څخه د مرستو وړاندیزونه شوي دي.


پيوندونه: #زلزله , #تورکیه

اړوند خبرونه