په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۲۸۴ تنو ته لوړه شوه

په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۲۸۴ او د ټپیانو شمیره ۲۳۲۳ تنو ته ورسیده

1942324
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۲۸۴ تنو ته لوړه شوه

د تورکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای په تورکیه کې د رامنځته شوې زلزلې له امله د ځاني تلفاتو وروستي ارقام اعلان کړل.

د ولسمشر مرستیال اوکتای وویل چې نن دوشنبه د فبروري ۶ مه د سهار په ۴ بجو او ۱۷ دقیقو د تورکیې په لسو ولایتونو کې رامنځته شوې د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۴ په لویوالي سره په زلزله کې چې مرکز يي د قهرمان ماراش ولایت د پازارجک ولسوالۍ وه ۲۸۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۳۲۳ ته ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې پدې زلزله کې په لسو ولایتونو  کې ټولټال ۱۷۱۰ ودانۍ په بشپړ ډول نړېدلې او یا يي زیان لیدلی دی.

هغه وویل چې په قهرمان ماراش ولایت کې  ۷۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې کیدای شي چې دا رقم لوړ شي. په غازي انتپ ولایت کې ۸۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶۰۰تنه ټپیان شوي دي. په عثمانیه ولایت کې ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۲۰۰ تنو ډیر ټپيان شوي دي. په دیاربکر ولایت کې ۱۴ تنو ژوند  لاسه ورکړی .

په شانلي اورفا ولایت کې ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۲۰۰ ډیر کسان ټپيان شوي دي. په ادي یمان ولایت کې ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی . په هتای ولایت کې ۴ تنو او په کلیس ولایت کې ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

دا شمیرې کیدای شي چې بدلون ومومي. د ژغورنې او پلټنو چارې دوام لري.


پيوندونه: #زلزله , #تورکیه

اړوند خبرونه