په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۱۲۱ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۷۶۳۴ تنو لوړه شوه.
د تورکیې د قهرمان ماراش په ولایت کې دویمه ډیره ستره زلزله هم رامنځته شوه
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۱۲۱ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۷۶۳۴ تنو لوړه شوه.
د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې مشر وویل چې د هیواد په لسو ولایتونو کې چې د ريښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوې وه د پلټنې او ژغورنې چارې دوام لري.
زلزله ځپو سیمو ته د مځکې او هوا له لارې مرستندویه ډلې روانې دي. هغه وویل چې تر اوسه پورې پدې زلزله کې ۲۸۳۴ ودانۍ په بشپړه توګه نړیدلي دي او یا يي ډیر سخت زیان لیدلی دی.
هغه وویل چې د ژغورنې او پلټنې عملیات د خپل ټول شدت سره دوام لري.
د ویلو ده چې نن د غرمې په یو بجه او ۲۵ دقیقه په قهرمان ماراش ولایت کې یو ځل بیا د ۷ عشاریه ۶ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوه.
دې زلزلې هم ځیني تخریبات رامنځته کړي دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله