تورکیې په پاکستان کې پر یوه جومات ترهګریز برید په کلکو ټکو وغنده.

په پیښور کې په جومات د ترهګري برید په اړه د تورکیې سخت غبرګون .

1939707
تورکیې په پاکستان کې پر یوه جومات ترهګریز برید په کلکو ټکو وغنده.

تورکیې په پاکستان کې پر یوه جومات ترهګریز برید په کلکو ټکو وغنده.

د تورکیې د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پېښور ښار په جومات کې د تروريستي بريد له امله ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي " په ډیرې خواشینۍ سره مو د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پیښور ښار کې په یو جومات د ترهګري برید په اړه چې په نتیجه کې په لسګونو تنو بې ګناه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې خبر ترلاسه کړ.  مونږ دغه وحشیانه تروریستي عمل په کلکو ټکو غندو، ددې پیښې د قربانیانو لپاره د الله  د دربار څخه د رحمت او مغفرت ، د قربانیانو کورنیو  د پاکستان دوست او ورور ملت او  حکومت د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو، او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوو. "

د پاکستان د پېښور ښار په یوه جومات کې د ماسپښین د لمانځه پر مهال ځانمرګي برید وشو چې د پولیسو په ګډون ګڼو کسانو ته  پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.



اړوند خبرونه